لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او افغانستان کې د پولیو مرض د ختمولو دپاره خوشبینۍ زیاتې شوي دي


پاکستان او افغانستان، د نړۍ هغه دوه ملکونه چې تر اوسه ماشومان په کې د پولیو/ګوزڼ ښکار کیږي، د اکټوبر په ۲۴مه، د پولیو سره د مقابلې نړېواله ورځ په داسې وخت کې ولمانځله چې خوشبیني موجوده ده په دغو دوو هېوادونو کې هم د پولیو د محوه کولو (ختمولو) هدف نږدې شوی دی.

تېر کال دا وخت، یعنې د ۲۰۲۰ کال تر اکټوبره پورې په افغانستان کې د پولیو دري پنځوس (۵۳) کېسونه او په پاکستان کې د دې مرض یو اتیا (۸۱) کېسونه موندل شوي و، خو سږ کال دا شمېرې ډېرې زیاتې کمې ښکاري. د صحت نړېوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) د یو چارواکي په وینا، په افغانستان او پاکستان کې سږ کال تر دې اکټوبر میاشتې پورې، د وایلډ پولیو د پېښو شمېر، صرف یو یو اندراج شوی دی چې د دواړو ملکونو په تاریخ کې تر اوسه دومره د پولیو کم شمېرې مخې ته نه وې راغلې.

په پاکستان کې د پولیو د قطرو کمپېنونه، په خصوص په تېرو دوو کلونو کې، د یو شمېر ستونزو سره مخامخ شوي دي، ځکه یو اړخ ته د ځینو انکاري والدینو سره د قطرو په اړه شک موجود و، او د بلې خوا د کرونا عالمي وبا له امله هم په کمپېنونو کې څه خنډ رامخ ته شو. هغه د پولیو کمپېنونه چې د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې باید شروع شوي وی، هغه د پنځه میاشتې ځنډ ښکار وګرځېدل.

په عالمي کچه د پولیو د ختمولو د پروګرام هماهنګ کوونکي تنظیم، روټري انټرنشنل چارواکي عزیز میمون وي او اې ته وویل: "مونږ د خوشبینۍ دپاره وجوهات لرو." هغه زیاته کړه چې د پولیو د رپوټ شویو کېسونو په شمېرو کې کمی، او په ماحولیاتي سېمپلونو کې د پولیو وایرس نشتون، پاکستان او افغانستان کې د پولیو مرض د ختمولو دپاره "یو مثبت نقطه نظر" جوړوي، او دا خبره نوره هم ضروري ګڼل کیږي چې د دې "بې مثالې" موقعې نه کار واخیستلی شي چې د وایلډ پولیو وایرس د خورېدو مخه ټوله ونیولی شي.

مېمون دا هم وویل چې پاکستان کې د کروناوبا د خورېدو د مخنیوي دپاره چې د خلکو په تګ راتګ کومې پابندۍ او محدودیتونه لګېدلي و، نو هغه د پولیو د خورېدو په مخینوي کې هم ګټوره اغېزه کړې ده.

د پاکستان حکومت د دې میاشتې په سر کې خبر ورکړ چې د سټمبر په منځ کې د ملک په کچه سږکال د پولیو د قطرو درېیم مهم کې څه باندې څلوېښت (۴۰) میلینه ماشومانو ته د پولیو قطرې ورکړی شوې.

بل اړخ ته په افغانستان کې هم ملګرو ملتونو تېره هفته اعلان وکړ چې د نوامبر په اتمه نېټه به ټولو د پنځه کاله کم عمره ماشومانو ته په افغانستان کې د پولیو څاڅکي ورکړی شي. یاده دې وي چې په تېرو وختونو کې به د طالبانو تر واک اختیار لاندې ځینو سیمو کې د پولیو د وېکسین کمپېن نه چلېده، خو اوس چې طالبانو ټول افغانستان باندې قبضه لګولې ده، دا به په تېرو درېیو کلونو کې اول ځل وي چې د افغانستان په ټولو سیمو کې به یو شان ماشومانو ته څاڅکي ورکړل شي او طالبانو هم د وېکسین د کارکنانو د امنیت ساتنې ذمه واري اخیستې ده.

د روټري انټرنشنل چارواکي، عزیز مېمون د طالبانو د دې ګام هرکلی کړی چې افغانستان کې کور په کور د پولیو وېکسین د تطبيقولو اجازت یې ورکړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG