لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سعودي کې د افغانستان په اړه غونډه کې، د ایران او پاکستان دیني علماو گډون ونه کړ


د افغانستان د طالبانو ډلې، په سعودي عرب کې د دیني عالمانو له غونډې یوه ورځ مخکې، د هغې غونډې په اړه یو بیان جاري کړی او په هغه کې یې ویلي چې که څوک طالبان باغي او ترهگر بولي، دا به له امریکا سره د هغو ملتیا او «د مستضعفو مسلمانانو پښې وهل» وي.

د امریکا غږ خبریال، رحیم گل څاروان، د سعودي عرب له جدې ښار نه رپورټ راکوي چې په هغه ښار کې په جوړه شوې غونډه کې، له ٣٢ مسلمانو هیوادونو څخه، کم تر کمه ١٠٠ دیني عالمانو گډون وکړ او د افغانستان د سولې او امنیت په اړه یې خبرې وکړلې.

خو د برخه والو په اړه تر ټولو غټ ټکی دا دی چې بغیر له یو کس نه چې د اسلامي شورا د اسلامي ایډیالوجۍ د برخې مشر ډاکټر قبله ایاز دی، د پاکستان نه بل څوک پکې نشته. له پاکستان نه دې غونډې ته پنځلس کسان رابلل شوي و.

ایران هم خپل هیڅ کوم دیني عالم دې غونډې ته نه دی استولی.

د عالمان غونډه دوه ورځې ده، نن د نهې ـ سې شنبې په ورځ یې لومړۍ غونډه په جده کې، او سبا د شورو ـ چهارشنبې په ورځ دویمه غونډه یې چې په هغې کې به دیني عالمان خپل بیان جاري کړي، په مکه مکرمه کې وشي.

تمه ده چې د مسلمانو هیوادونو دیني عالمان به سبا پخپل گډ بیان کې، په افغانستان کې روانه جگړه، ناروا وگڼي، خو طالبانو پخپل جاري شوي بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پرخلاف د دوی جگړه، «فرض عین دفاعي جهاد» دی.

طالبانو دا هم ویلي چې د افغانستان جگړه، «بین الافغاني جنګ یا قتال بین المسلمین نه دی». خو شمیرې ښیي چې په وروستیو څو کلونو کې، د افغانستان په جگړو کې په زرگونه افغانان، مسلمانان وژل شوي، او امریکایيانو ته په دې جگړې کې اووښتی د سرزیان، ډیر لږ دی.

د امریکې د دفاع وزیر، جیمز متیس، د سعودي عرب شاهي چارواکو ته یو خط استولی او په هغه کې یې د افغانستان د سولې په اړه د سعودي عرب هڅې ستایلي دي.

ښاغلي متیس، د سعودي عرب ولیعهد، شهزاده محمد بن سلمان ته په خط کې زیاته کړې ده چې: «په دې برخه کې ستاسو مشري او اخلاص، نه یوازې دا چې د ترهگرۍ او افراطیت په مقابل کې د سعودي عرب کوښښونه څرگندوي، بلکې زموږ د هیوادونو ترمنځ د مهمې سټراټیجیکې ملگرتیا قوت هم ښکاره کوي.»

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG