لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په قانوني توګه د اوسېدونکو افغانانو د پاتې کېدو موده یو کال نوره وغزوله


د پاکستان حکومت په خپل هېواد کې د څه باندې 1.4 میلینه قانوني اوسېدونکو افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د یوه بل کال لپاره وغزوله، خو هغه خبر یې رد کړی چې ګواکې د بې اسناده کډوالو د ایستلو لړۍ یې ځنډولې ده.

د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف دفتر د چارشنبې- شورو په ورځ ویلي، د قانوني اسناد لرونکو افغان کډوالو د مودې غزولو پرېکړه په اسلام اباد کې د کابینې په غونډه کې شوې ده.

په بیان کې ویل شوي چې په غونډه کې د هغو افغان کډوالو د رجسټرېشن یا پي او آر کارډونو د منل کېدو د مودې منظوري د را روان 2025م کال د جون تر 30مې پورې ورکړل شوه چې په قانوني توګه په دې هیواد کې اوسیږي.

د بیان له مخې د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره رجسټر د پي او آر کارډ لرونکو کډوالو کورنۍ کولای شي د علاج، تعلیم او بېنک اکاونټونو اسانتیاوو ته لاسرسی ولري او افغانستان ته په جبري توګه ونه شړل شي.

د پاکستان د حکومتي کابینې تر غونډې یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر فلیپو ګرانډي اسلام اباد ته خپل سفر پای ته ورساوه او له شهباز شریف او نورو اعلی چارواکو سره یې د افغان کډوالو پر ستونځو خبرې وکړې.

د یو این ایچ سي آر د مشر له لیدنو وروسته ادارې د جون پر نهمه په خپل یوه بیان کې ویلي وو چې فلیپو ګرانډي‌ د پي او آر کارډونو د "پر وخت غزېدو" غوښتنه کړې وه، ځکه چې وایي دا په پاکستان کې د افغان کډوالو د "پیژندنې مهم سند" دی.

د کډوالو لانجه

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر د جولای پر نهمه په خپل بیان کې ویلي وو چې مشر یې فلیپو ګرانډي د پاکستان د حکومت هغه پرېکړه ستایلې چې د بې اسناده مېشتو بهرنیانو د ایستلو پلان یې ځنډولی او د دې پرېکړې د دوام غوښتنه یې کړې وه.

په اسلام اباد کې د حکومت له مشرانو سره د ګرانډي له لیدنو خبر د پاکستان یوه اعلی چارواکي وي او اې ته تایید کړې وه چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ درولې ده، خو دا یې نه وو ویلي چې دا لړۍ به څومره موده ځنډېدلې وي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د یو این ایچ سي آر دغه دعوه رد کړې چې ګواکې حکومت یې په هېواد کې د مېشتو غرقانوني بهرنیانو د ایستلو پروګرام (ای ایف آر پي) ځنډولی دی.

د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ وي او اې ته په یوه لیکلي بیان کې وویل، "دا خبره ریښتیا نه ده."

مېرمن بلوچ په ټینګار سره وویل چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې له مشر فلیپو ګرانډي سره په وروستیو غونډو کې د پاکستان حکومتي چارواکو له یو این ایچ سي آر سره داسې کومه پرېکړه نه ده کړې.

زهرا بلوچ وایي‌ په پاکستان کې د غیرقانوني مېشتو بهرنیانو د ایستلو پروګرام لا هم پر خپل ځای پاتې دی او په منظمه او مرحله واره توګه به عملي کیږي.

د پاکستان تېر نګران حکومت د تېر کال د اکتوبر میاشتې په پیل کې بې اسناده بهرنیو کډوالو ته د وتلو لپاره یوه میاشت وخت ورکړ او د نومبر له میاشتې یې د هغوی د جبري ایستلو عملیات پیل کړل.

پر افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت او د بشري حقونو تنظیمونو د اسلام اباد هغه پلان غندلی وو چې له مخې یې د نورو بهرنیانو په ګډون افغان کډوال په زوره خپل وطن ته لېږل کیږي او دا کار د کډوالو او نړیوالو قوانینو خلاف ګڼي.

د طالبانو حکومت هغه تورونه رد کړي چې ګواکې افغان کډوال په پاکستان کې د امنیتي ستونځو ذمه واري دي. اسلام اباد تور لګوي چې طالبانو د پاکستان ضد وسلوالو ته پر خپله خاوره د پناه او فعالیت اجازه ورکړې چې له پولې ها خوا ترهګریز بریدونه وکړي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG