لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايمنسټي انټر نيشنل : پاکستان دې د جبري تښتونو لړۍ اودروي


ظريفي وويل چې ددغه بحران دهواري په اړه ددريوؤ کلونو دژمنو باوجود په سلگونو کورنۍ دخپلو ورکو شوؤ خپلوانو دقسمت په اړه دخبريدو څخه نااميده دي
ظريفي وويل چې ددغه بحران دهواري په اړه ددريوؤ کلونو دژمنو باوجود په سلگونو کورنۍ دخپلو ورکو شوؤ خپلوانو دقسمت په اړه دخبريدو څخه نااميده دي

د بشري حقونو دتحفظ نړيوالې ادارې ايمنسټي انټر نيشنل د گل په ورځ په يو نوي رپورټ کې وئيلي دي په پاکستان کې چارواکي دې په پراخه کچه دجبراً تښتونو لړۍ په سم لاسي توگه اودروي او دنيول شوؤ کسانو تر وکيلانو او عدالتونو پورې رسد دې باوري کړي.
د ايمنسټي انټر نيشنل دايشياء پيسفک ډائريکټر سام ظريفي په دغه اړه وئيلي دي” دپاکستان حکومت دسلگونو شکمنو تښتونو دکيسونو په هواري کې لږډير پرمختگ په داسې حال کې کړى چې په ټول هيواد کې دتښتونو نوي راپورونه ورکول کيږي“
دتښتونو دنړيوالې ورځې په موقعه جاري شوى رپورټ تر ټولو تريخ تکليف ، پاکستان کې جبري تښتونې اودروئ ، کې دکال 2001ء څخه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دامريکا دائتلافي جوړيدو څخه وروستو پاکستان کې دجبراً نيول شوؤ سلگونو کسانو په خفيه ځائيونو کې دساتلو حالت په ډاگه کړل شوى دى.
ددغو ټولو کسانو اته پته تر دې مهاله معلومه نۀ ده.
د رپورټ ترمخه پاکستان کې داسې خلک چې پرې ترهه گرۍ کې دککړتيا تورونه لگول شوي او دپاکستان دحکومت دسياسي مخالفين لکه دسندهي او بلوڅ قوم پرستو ډلو غړي هاغه کسان دي چې ورکيږي.
ظريفي وويل چې ددغه بحران دهواري په اړه ددريوؤ کلونو دژمنو باوجود په سلگونو کورنۍ دخپلو ورکو شوؤ خپلوانو دقسمت په اړه دخبريدو څخه نااميده دي.
امينه مسعود جنجوعه چې دمسعود احمد جنجوعه کورودانې ده ، هغې دکال 2005م دجولا ئي دمياشتې څخه خپل خاوند نۀ دى ليدل، دهغې خاوند پيښور ته دسفر په مهال ديو بس څخه نيول شوى ؤ.
امينې ايمنسټي انټر نيشنل ته وئيلي دغه يو داسې بد عمل دى چې دهر چا سره رامينځته کيدى شي، کۀ چرې څوک مړۀ شي نو تاسو به وژاړئ او څوک به دلاسکه درکړي او لږه موده پس به تاسو خپل عادي ژوند ته راوگرئ ، خو کۀ چرې څوک ورک شي نو تاسو ساه نۀ شئ اخستۍ او دتکليفونو څخه تر ټولو تريخ دى

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG