لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکې او فعالان وايي بلوچستان کې د ښځو په وړاندي تشدد زیات شوی دی


په بلوچستان کې حکومتې چارواکې او د مدني ټولنې فعالان وايې هلته د ښځو په وړاندې تشدد کچه تر بل هر وخت زیاته شوې او سږ کال (٢٠١٩) په لومړیو یوولس میاشتو کې ١١٨ د تشدد پېښي رامنځ ته شویدي.

د ښځو د حقونو نادولتي ادارې، عورت فاونډېشن ایالتي مشر علاوالدین خلجی وايي د تشدد په دغو پېښو کې ۴٣ ښځې د عزت په نوم او ٢٦ په کورني تشدد کې وژل شوي دي خو تېر کال ده عزت په نوم د وژنو ٣٥ پېښي رامنځ ته شوي وې.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د ښځو د چارو د ځانگړې ډلي غړې شاهینه کاکړ هم وايي چې د ښځو په وړاندي تشدد زیات شوی دی خو وايي چې اوس ښځې په خپلو حقونو پوه شویدي او پولیسو ته خبر ورکوي، د دې په وینا مخکې به داسي پېښي نه رپورټ کېدې.

ښاغلي خلجي وویل تشدد یوازې بدني نه وي بلکې ځورول، نفسیاتي، دماغي، د برخورد، توپیري چلند، له پامه غورځول، د اړتیاو پام نه ساتل، په زوره په چا باندي چیغي وهل او هر هغه عمل چې په چا بد لگېږي، د تشدد په زمره کې راځي.

نوموړي وویل په بلوچستان کې په ښځو کې د ځان وژنې پېښي هم زیاتې شوي چې شمېر یي ١٧و ته رسېدلی او د اندېښنې خبره دا ده چې لورالائ کې سږ کال ٦ ښځو ځان وژلی دی او علت یي کورنی تاو تریخوالی دی.

شاهینه کاکړ وویل حکومت د ښځو په وړاندي د تشدد د مخنیوي لپاره نه یوازي قانون سازي کړې چې پکې د سختو سزاگانو وړاندیز شوی بلکې په هره ضلع کې يي د مرستندویه ټېلیفون وېړیا شمیرې ورکړي او په هر دفتر کې يې د ښځو کومېټې هم جوړي کړیدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG