لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوئټه کې د منظور پښتین او عثمان کاکړ په ننګه احتجاجي غونډه وشوه


د بلوچستان ايالت په سر ښار کوئټه کې د پريس کلب مخې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا د اتوار/یکشنبې په ورځ یوه احتجاجي غونډه وشوه. د غونډې د تابيا کوونکو په خبره، دا احتجاجي غونډه د خېبر پښتونخوا په مانسهره سيمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخواني سنېټر عثمان کاکړ او د هغو د ملګرو د مخ نيوي او د هغو پر ګاډو باندې په ډبرو، هګيو، ټماټرو د بريد او د هوايي ډزو د پېښې پر ضد جوړه شوې وه.

دې غونډې ته د وينا پر مهال د هزاره سياي کارکنان تنظيم مشر طاهر هزاره ياده پېښه وغندله او ویې ويل د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتين او پر عثمان کاکړ بريد «د پاکستان پر ټول مظلوم اولس باندې بريد دی».

طاهر هزاره په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «دا د مظلومانو ږغ دی، د خدای فضل دی هغوی بچ شول. موږ شکر کوو، د دې تر څنګ موږ رياستي ادارو ته دا ويل غواړو چې په ظلم او نا انصافۍ سره دا ملک يو نشئ ساتلای.»

په دې احتجاجي غونډه کې د لا درکه بلوڅانو د تنظيم مشرتابه او غړو تر څنګ مدني فعالانو هم په ګڼ شمېر ګډون درلود.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان اسمبلۍ غړي نصرالله زيري غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې پښتنو تل د عدم تشدد لاره خپله کړې او په پاکستان کې يې د آئين او قانون په رڼا کې د خپلو حقوقو خبره کړې ده.

نصرالله زيري وويل، د يادې پېښې دې پلټنې وشي او زمه وارانو ته دې سزا ورکړل شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه تور پورې کوي چې په ياده پېښه کې د ککړو خلګو تر شا، د ملک د ادارو لاس دی.

د دې تور په حقله تر اوسه د ملک کومې ادارې يا لوړ پوړي چارواکي کوم دريځ ندی ورکړی خو د دې تورونو په اړه د وي او اې ډيوه د خېبر پښتونخوا همکارانو د پښتونخوا له پوليس او حکومتي چارواکو سره تماس نيولی وو، مګر د چارواکو لخوا ورته ځواب نه و ورکول شوی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين ډيوه ته ويلي چې که هر څومره وځورول شي او مخه يې ونيول شي، هغه به بيا هم د پښتنو د ژوند او حقوقو لپاره خپله مبارزه د عدم تشدد او غېر پارليماني لارې دوامداره ساتي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG