لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې د کم عمر ودونو څخه د مېندو او ماشومانو مرگونه زیات شوي


په بلوچستان کې غیر دولتي سازمانونه وايي د کم عمر د ودونو د مخنیوي لپاره د قانون د نشتوالې له امله په هغه صوبه کې د نجونو او هلکانو د کم عمر په ودونو کې زیاتوالی راغلی دی.

د ښځو د حقونو لپاره د عورت فاونډېشن نومي سازمان صوبايي مشر، علاؤالدین خلجي وي او اې ډیوه ته وویل بلوچستان اسمبلۍ کې د ودونو په هکله د قانون بدلولو هڅې دوه ځله ناکامه شوې خو اته کاله وروسته اوس بیا هڅه کېږي چې د واده عمر 18 کاله مقرر شي.

ښاغلې خلجي وویل په بلوچستان کې د ودونو په هکله 1929 کال قانون لا تراوسه عملي دی، چې د ودونو په اړه اوسنۍ اړتیاوې نه پوره کوي او نه هم د کم عمر د ودونو د مخنیوي لپاره څه مېکانزم لري.

د ماشومانو لپاره د ملگرو ملتونو اداره یونیسف وايي په پاکستان کې 21 فیصده نجونې د 18 کاله عمر ته تر رسېدو مخکې او 3 فیصده تر 15 کاله مخکې واده کړل شي چې له امله ېي د زېږدنې په وخت د مېندو د مرگ شمېر زیات دی.

د بلوچستان د کلیوالي پرمختیا لپاره د حکومتي ادارې )بي آر اېس پي( یوې چارواکې مېرمن نسیمه سلام ډیوه ته وویل په بلوچستان کې په هر یو لکھ کې 785 ښځې د ماشوم زېږونې په وخت ژوند له لاسه ورکوي او د پاکستان په نورو برخو کې دا شمېر په یو لکھ کې 285 کې دی، چې علت یي د کم عمر ودونه دي.

مېرمن سلام وویل خلک باید پوه شي چې د بلوغت عمر ته رسېدل او د بچو زېږونه دوه جلاجلا اړخونه دي او د ډاکټرانو په وینا د زېږونې صلاحیت د 18 کاله عمر کې پخیږي، که چېرې دا خبره په پام کې وساتل شي نو د ډېرو نجونو ژوند به بچ کړل شي. هغې وویل په بلوچستان کې د کم عمرۍ ودونو وضع دومره خرابه کړې چې داسې ښکاري ماشومانې اوس ماشومان زېږوي.

د عوامي نېشنل گوند لخوا د بلوچستان اسمبلۍ غړې مېرمن شاهینه کاکړ وویل د کم عمر په ودونو باندې د بندیز قانوني مسودې د منظورۍ لپاره د هر گوند له اړخه د اسمبلۍ د ښځینه غړو یوه ډله جوړه شوې ده چې له خپلو گوندونو سره ورباندې خبرې کوي او ډېر امکان شته چې دا مسوده له وړاندي کېدو سره منظوره شي.

مېرمن کاکړ وايي پاکستان له نړیوالې ورورولۍ سره ژمن دی چې تر 2030 پوري به د کم عمر او په زور د ودونو د مخنیوي لپاره اقدام کوي، له دې سره سره د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب د نړیوال قرارداد له مخي هم پاکستان خپلو ذمه واریانو پوره کولو ته ژمن دی.

په پاکستان کې دا وخت سیند او پنجاب هغه دوې صوبې دي چې د کم عمر په ودونو يي د بنديز قانون منظور کړی دی او سختي سزاگانې يي ورته ټاکلي دي. البته مرکزي پارلمان کې ورته قانون 2017 کې کومېټی ته سپارل شوی او د اسلامي نظریاتي شورا په یوه بیان کې ویل شوي چې نکاح په هرعمر کې کېدای شي خو واده باید د 18 کاله په عمر کې ترسره شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG