لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې وکیلان: د محسن داوړ او علي وزیر پرضد کېسونه دې بیرته واخیستل شي


پاکستاني وکیلان، د سپریم کورټ مخې ته (٢٠٠٦)
پاکستاني وکیلان، د سپریم کورټ مخې ته (٢٠٠٦)

په پېښور هائیکورټ کې کنوینشن ته د هیواد د تمامو برخو نه راغلو وکیلانو د یو قرارداد په منظورولو سره غوښتنه کړې ده چې د محسن داوړ او علي وزیر پر ضد دې درج شوي کېسونه، بېرته واخیستل شي.

د مختلفو صوبو وکیلانو پخپل کنوینشن کې چې د شنبې/خالي ورځې تر ماخوستنه یې دوام درلود، په دې قرارداد کې دا غوښتنه هم کړې چې د شمالي او جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلې غړي علي وزیر او محسن داوړ دې، په پروډکشن آرډر د اسمبلې غونډو ته حاضر کړی شي.

علي وزیر او محسن داوړ، چې د پاکستان د قامي اسمبلې غړي او د پښتون ژغورنې غورځنگ (پي ټي اېم) مخکښان هم دي، دواړه د خړ کمر د مې د ۲۶مې نیټې په پېښه کې او د هغې وروسته د جون پر اوومه د پوځيانو په يو ګاډي د بم چاودنې په تورنو مقدمو کې بندي دي.

د شمالي وزيرستان د خړکمر د پېښې په اړوند په دواړو د پوځ لخوا تور دی چې په مشرۍ يې په پوځي چيک پوسته برید شوی او په دغه پېښه کې مرګ ژوبلې هم اوښتې وې، خو د پي ټي اېم مشرانو دا الزامات رد کړي دي.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د ټولو برخو نه وکیلانو پخپل کنوینشن کې د محسن داوړ او علي وزیر پر ضد د درج شویو مقدمو د بیرته اخیستل کیدو غوښتنه کړې ده.

د قاضیانو پر ضد رېفرېنسونه دې منسوخه کړی شي

په کنوینشن کې د وکیلانو د تمامو سازمانونو مشران په سپریم جوډیشل کاونسل زور راوړ که چیرې حکومت د جسټس فایز عیسی او د سندهـ هائیکورټ د جسټس کې کې آغا پر ضد، دایر شوي ریفرینسونه واپس نه اخلي، نو سپریم جوډېشل کاونسل دې دغه رېفرېنس منسوخ کړي.

کنوینشن په داسې نه کولو، په ټول هېواد کې د وکیلانو د احتجاج دړکه ورکړه.

د سند بار کاونسل اکزیکټیو کمیټې ممبر، امان الله یوسفزي وویل چې وکیلانو ته داسې عدلیه نه ده منظوره چې د اختیار واگي یې د بل قوت په لاس کې وي.

د یادو ججانو پر ضد، سپریم جوډیشل کاونسل د خالي/شنبې په ورځ، درېیمه اورېدنه هم کړې ده.

وړاندې، احتجاج کوونکو وکیلانو ته د سپریم جوډیشل کاونسل مشر او د سپریم کورټ چیف جسټس آصف سعید کهوسه ویلي و چې وکیلان دې په دې حکومتي رېفرینسونو له ججانو نه د انصاف د فیصلې تمه وکړي. خو کنوینشن ته په وینا کې، د سپریم کورټ بار ایسوسیشن پخواني صدر، قاضي انور وویل، دلته په هیواد کې "رنگارنگه ډرامې" دوی لیدلي، او دا "اوسنۍ د رېفرېنسونو لوبه ډېره بې وزنه ده".

د وکیلانو د سازمانونو مشرانو، غونډې ته په وینا کې وویل، خصوصا" د جسټس فایز عیسی پر ضد حکومتي رېفرېنس، د آزادې عدلیې پر ضد د هغو قوتونو گوزار دی چې په هېواد کې د آزادې عدلیې په ضد دي، او عدلیه محکومه ساتل غواړي.

دا خبره ریټایرډ جسټس فخرالنسآ هم وکړه، او ویې ویل: "نو جسټس فخرالنسآ مو ولې چیف جسټس جوړه نکړه؟ په دې دلیل چې هغه ستاسو په لاسونو کې نه لوبیدله. هغې ستاسو په خوښه فیصلې نه کولې."

خو د هائیکورټ له ودانۍ سره سم، په نښتر تالار کې هم د انصاف لائیرز فورم لخوا یوه ځانگړې غونډه بلل شوې وه.

د سپریم کورټ بار اسوسیشن نظم حاله مشر خان افضل خان ایډوکیټ وویل، د ملک په میډیا کې د وکیلانو نماینده تنظیمونو غږونه خو نه ورکول کیږي، خو د تحریک انصاف په پلوي ځني وکیلانو غږونو ته ځای ورکول کیږي.

کنوینشن کې بله غونډه، د اگست پر اتمه، په کوئټه کې راوبلل شوه. دا غونډه به د کال ٢٠١٦ کې، په کوئټه کې د یوې بمي چاودنې له امله د وژل شویو وکیلانو د یادونې مراسمو په ورځ وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG