لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان، برطانوي وزيراعظم ته: دافغان امن عمل ملاتړ کوو


پاکستان ته تيره ورځ درسيدو وروستو برطانوي وزيراعظم ددغه هيواد دصدر اصف علي زرداري سره هم ليدنه کړې، ددغه ليدنې په مهال صدر زرداري وئيلي وؤ چې پاکستان افغانستان کې دامن اؤ ثبات پلوي دى اؤ دغه هيواد کې به دامنيت دټينگښت لپاره هرممکن کوشش کوي
پاکستان ته تيره ورځ درسيدو وروستو برطانوي وزيراعظم ددغه هيواد دصدر اصف علي زرداري سره هم ليدنه کړې، ددغه ليدنې په مهال صدر زرداري وئيلي وؤ چې پاکستان افغانستان کې دامن اؤ ثبات پلوي دى اؤ دغه هيواد کې به دامنيت دټينگښت لپاره هرممکن کوشش کوي
پاکستان داتوار په ورځ ددغه هيواد په سفر تللي برطانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون ته باور ورکړى چې افغانستان افغانستان کې دجوړجاړي دعمل ملاتړ کوي.
پاکستاته دډيوډ کيمرون دغه دوهم سفر دى اؤ دجون په مياشت کې دوزيراعظم ميا محمد نواز شريف له لوري دوزيراعظمۍ دچوکۍ دسمبالولو وروستو هغه وړومبى بهرنى حکومتي مشر دى چې داسلام اباد دوره يې کړې ده.
په تيرو وختونو کې دباور دکمي په وجه داسلام اباد اؤ کابل اړيکې تاؤژنې پاتې شوي دي.
اسلام اباد کې ډيوډ کيمرون سره دخبرو وروستو وزيراعظم ميا نواز شريف گډ مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې وويل مونږ هيله لرو چې برطانيه به افغانستان کې دامن اؤ ثبات دټينگښت لړ کې خپلې هڅې دوامداره ساتي
نواز شريف دافغان صدر حامد کرزي ددې دريځ څخه ملاتړ وښودو چې افغانستان کې دجوړجاړي عمل دافغانانو په مشرۍ پکار دى.
کيمرون سره دليدنې په اړه ميا نواز شريف وويل په دغه مهال يې برطانوي مشر سره دعامو پاکستانيانو دژوند دښه کولو په اړه دخپل حکومت په ترجيحاتو اؤ مقصدونو خبرې کړي دي.
نواز شريف وويل په بين المللي معاملو ددواړو هيوادونو دريځ يو شان دى، هغه وويل ترهه گري گډه ستونزه ده اؤ دا به ديوې نوې ارادې سره هواروؤ.
هغه وويل وزيراعظم کيمرون ته يې دپرامنه اؤ باثباته افغانستان دشريکو مقصدونو په اړه دخپل لوري دپخې ارادې باور ورکړى.
پاکستاني وزيراعظم وويل پاکستان دافغانستان امن عمل کې پرمختگ غواړي ، ترڅو په پاکستان کې ميشته درې ملينه افغان کډوال خپل هيواد ته په عزت اؤ درناوي سره ستانۀ شي.
ډيوډ کيمرون دپاکستان اؤ افغانستان په اړه دارزښتناکو اړيکو په حواله دوزيراعظم نواز شريف دڅرگندونو ستائينه وکړه اؤ وې وئيل هغه باور کوي چې باثباته، خوشحاله ، پرامنه اؤ جمهوري افغانستان دپاکستان په مفاد کې دى اؤ هيله يې څرگنده کړه چې نواز شريف اؤ صدر حامد کرزى به ددغو مقصدونو لپاره شريک کار وکړي.
برطانوي وزيراعظم وويل ددواړو هيوادونو ترمينځ مضبوطې رابطې موجودې دي اؤ په برطانيه کې موجود دلسو لکه څخه زيات پاکستانيان ددواړو هيوادونو په اړيکو کې دپُل کردار ادا کولى شي.
دبرطانيې وزيراعظم وويل پاکستان اؤ برطانيه دواړه دترهه گرۍ دخطرې سره مخ دي اؤ دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب دخاتمې لپاره هغه پاکستان سره په شريکه کار کول غواړي.
هغه وويل پاکستان سره سرمايه کارۍ اؤ تجارتي اړيکو ته وده ورکول غواړي.
پاکستان ته تيره ورځ درسيدو وروستو برطانوي وزيراعظم ددغه هيواد دصدر اصف علي زرداري سره هم ليدنه کړې، ددغه ليدنې په مهال صدر زرداري وئيلي وؤ چې پاکستان افغانستان کې دامن اؤ ثبات پلوي دى اؤ دغه هيواد کې به دامنيت دټينگښت لپاره هرممکن کوشش کوي
دوه اوونۍ دمخه دطالبانو لخوا دقطر په پلازمينه دوحه کې دخپل سياسي دفتر دپرانستو وروستو افغان حکومت دغه دفتر ته دافغانستان داسلامي امارت په نوم ورکولو اؤ سپين بيرغ په لگولو سخت ردعمل ښودلى ؤ اؤ قطر ته په امن خبرو اترو کې دبرخې اخستو په غرض دتلونکي افغان هيئت دسفر دمنسوخولو ترڅنگ يې امريکا سره په دوه اړخيزه امنيتي تړون خبرې هم ځنډولې وې.
خو وروستو دپاکستان اؤ افغانستان لپاره دامريکا ځانگړي استازي جيمز ډوبنز اسلام اباد کې خبريالانو سره دخبرو په مهال وئيلي ؤ چې افغان صدر حامد کرزى طالبانو سره خبرو ته تيار دى اؤ اوس دهغوي له لوري ځواب ته انتظار دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG