لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې هر کال درې لکه خلک په سرطان اخته کیږي


روغتیا پوهان وایي دغه ناروغي په بدن کې د حجرو یا سېلز په غېرعادي توګه له غټېدو څخه رامنځته کېږي چې وروسته په نور خورېدو سره د بدن خپل دفاعي نظام ناتوانه کړي
روغتیا پوهان وایي دغه ناروغي په بدن کې د حجرو یا سېلز په غېرعادي توګه له غټېدو څخه رامنځته کېږي چې وروسته په نور خورېدو سره د بدن خپل دفاعي نظام ناتوانه کړي

د روغتیا نړیواله اداره وايي په پاکستان کې هر کال د سرطان یا کېنسر له ناروغۍ نیژدې ۵۰۰۰۰ کسان ژوند له لاسه ورکوي چې پکښې ۴۰۰۰۰ یواځې ښځې شاملې دي.

کارپوهان وايي په هېواد کې هر کال شاوخوا ۲۹۰۰۰۰ کسان په دغه ناروغي اخته کیږي او که د درملنې اسانتیاوې ورته برابرې نه شوې، نو دا شمېر نور هم په چټکۍ سره زیاتېدای شي.

په خېبرپښتونخوا کې د سرطان د ناروغۍ ‌‌‌‌‌‌ډاکټره صفوره شاهد ‌‌‌‌‌‌وي.او.اې ډيوه ته ویلي:

"په ټول پاکستان کې د سرطان د درملني واړه او غټ ۲۷ روغتونونه دي، هلته هم د متخصص ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو او اړوند اسانتیاوو کمی دی، چې له امله یې د ناروغانو پر وخت تشخیص نه کېږي او ‌‌‌‌‌‌ډېری مریضان ژوند له لاسه ورکړي"

هغې وویل د سرطان په هکله په هره کچه پوهاوی پکار دی او په ځانګړې توګه د کلیوالو سیمو د روغتیا په مرکزونو کې د دغې ناروغۍ مالومات او پوهه ورکول ‌‌‌‌‌‌ډېر ضروري دي چې زیاتره ناروغان هم په دغو برخو کې دي.

د روغتیا نړیواله اداره وایي په ګړده نړۍ کې شاوخوا ۹ میلینه خلک هر کال د سرطان له ناروغۍ مړه کېږي، چې په هغوی کې زیات د کولمو، سینې او سږو له سرطان څخه مړه شوي دي.

سرطان څه ته وايي:

روغتیا پوهان وایي دغه ناروغي په بدن کې د حجرو یا سېلز په غېرعادي توګه له غټېدو څخه رامنځته کېږي چې وروسته په نور خورېدو سره د بدن خپل دفاعي نظام ناتوانه کړي.

د سرطان په نورو علامتونو کې ناڅاپي د وزن کمېدل، هر وخت تبه، ستړیا احساسول، په بدن کې دردونه، د څرمنې رنګ تور وزمه یا ژېړوزمه کېدل، خېټه هر وخت خرابېدل، په سینه او ځانګړې توګه د ښځو په سینه کې مرغېړي یا غوټې جوړېدل او تر ‌‌‌‌‌‌ډېرو ورځو پورې ټوخېدل.

ایا سرطان له نورو اخیستل کېږي؟:

‌‌‌‌‌‌ډاکټر صفوره شاهد وایي سرطان د دق، انفلوینزا، اېډز، تور ژیړي او داسې نورو ناروغیو په ‌‌‌‌‌‌ډول نه خوریږي بلکې تر ناروغ پورې محدود وي.

طبي کارپوهان وایي د سګرېټو، چیلم او شیشې څکول، پان خوړل، شراب څښل، ورزش نه کول، ناصفا خوراک کول، مېوې او سبزیو نه خوړل، زیات خواږه خوړل او خپلو ناروغیو ته له پام نه کولو څخه دغه ناروغي رامنځته کېږي.

‌‌‌‌‌ډاکټر صفوره شاهد وايي د سرطان او په بدن کې د وینې د کمي علامې نیژدې یو ‌‌‌‌‌‌ډول دي او خلک باید سملاسي پوه ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ته ورشي. هغه وايي په لومړي سر کې د سرطان علاج اسانه وي او که په بدن کې خور شي، نو بیا نه یواځې ناروغه زیات په تکلیف وي، بلکې علاج یې هم ګران او اوږد شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG