لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فریډم هاوس: د نړۍ په هیوادونو کې د انټرنیټ د کارولو آزادي لا هم په کمېدو ده


فریډم هاوس سازمان چې د بیان د آزادۍ یوه څارونکې اداره ده، وایي چې په ټوله نړۍ کې د انټرنیټ آزادي په کمیدو ده.

دغه څارونکې اداره وایي چې په گرده نړۍ کې ریاستونه د خلکو لخوا د انټرنیټ او سوشل میډیا پر کارولو باندې خپل کنټرول زیاتوي.

په کال ٢٠١٧ کې، په ډیرو ملکونو کې حکومتي چارواکو، خپل مخالفین د جعلي خبرونو په خپرولو تورن کړل، او په دې بهانه یې غوښتل چې د هغوی غږ چوپ کړي.

د فریډم هاوس مسئولو کسانو وي او اې سره په خبرو کې وویل چې هم د ریاستونو لخوا پر انټرنیټ د کنټرول زیاتیدل، او هم د جعلي خبرونو زیات خپریدل، په نړۍ کې جمهوریتونو ته غټ گواښونه مخ کړي دي.

فریډم هاوس پخپل ٢٠١٧ کال رپوټ کې ویلي چې په انټرنیټ باندې د خبرونو او نورو موادو د کنټرول لاندې راوستو له کبله د انټرنیټ آزادي پرله پسې په اووم کال نوره هم کمه شوې ده.

چین پرله پسې په درېیم کال باندې هم د انټرنیټ په آزادۍ باندې بندیز لگوونکو ملکونو کې تر ټولو وړاندې دی. د رپوټ ترمخه، د آیسلنډ او ایستونیا خلکو ته د هر ملک نه زیاته د انټرنیټ آزادي حاصله ده.

ترکي د نړۍ د هغو ملکونو نه دی چې په کې د انټرنیټ آزادي ډیره زیاته په کمېدو ده. د ترکي صدر، رجب طیب اردغان خلاف د ناکامه پوځي بغاوت وروسته، د انټرنیټ په آزادۍ سخت بندیزونه لگول شوي دي.

د فریډم هاوس ټکنالوجي اېنډ ډیموکرېسي ریسرچ ډایرکټر اېډرېان شهباز وایي: «مونږ په تېرو څو کلونو کې لیدلي چې څنگه د انټرنیټ نه د ځیني موادو لیرې کولو په اړه د عدالت د حکم نه منلو په نتیجه کې د انټرنیټ څانگې بندې کړی شوي دي.»

رپوټ دا هم وایي چې تیر کال په ١٨ ملکونو کې شویو انتخاباتو کې د معلوماتو کنټرول کول او خلکو ته د غلطو معلوماتو ورکول، ډېر مهم کردار لوبولی دی. اېډریان وایي چې په امریکې کې فېک نیوز یا جعلي اخبار د ٢٠١٦ کال د انتخاباتو وړاندې خپل اوج ته ورسېدل او اوس یې هم فکرمندۍ راپیدا کړي دي.

اېډریان شهباز زیاتوي: «له بد قسمتۍ نه، روان کال د دې تصور اهمیت نور هم زیات شوی چې انټرنیټ هم هغه رنگ جمهوریتونو ته نقصان رسولی شي څرنگه چې د آمریت حکومتونه بې ثباته کولای شي.»

فریډم هاوس د آزادو خبریالانو د مرستو ترلاسه کولو دپاره غږ کړی څوک چې په دې پلټنو کې مرسته کولای شي چې څنگه د قانوني او ریښتوني معلوماتو غلي کولو لپاره ټوله میډیا د وسلې په توگه استعمال کړي.

اېډریان شهباز وایي: «مونږ د امریکې په شان ځایونو کې ځیني ډیر ښه کوششونه لیدلي دي چې د انتخاباتو په وخت د غلطو معلوماتو د کمپاینونو ترشا د لاس لرونکو او یا د خبریالانو شهرت ته د نقصان رسوونکو خلکو پیژندگلو وکړي.»

د روس حکومت، د غلطو خبرونو په خپرولو کې، تر ټولو لویو ملکونو څخه یو ښودل شوی چې غواړي د بهر ملکونو په سیاست باندې خپل اثر وغورځوي او د ملک دننه واک د خپل کنټرول لاندې وساتي.

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG