لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سره د سختو نیوکو پاکستان یو ځل بیا ویلي د چین نه خپل وګړي نه اوباسي


د پاکستان تحریک انصاف حکومت د مخالفه ګوندونو د سختو نیوکو وروسته د خالي یا شنبې په ورځ یو وارې بیا ویلي دوي به د کرونا وایرس د خوریدو د ویرې د چین نه خپل وګړي نه اوباسي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د صحت لپاره ځانګړي سلاحکار ډاکټر ظفر مرزا د خالي په ورځ په سرښار اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي حکومت په خپله لومړۍ پریکړه کلک ولاړ دی.

ډاکټر ظفر مرزا د زیارت یا بنجشنبې په ورځ هم اعلان کړی وو چې حکومت د لویو ګټو لپاره د چین نه د خپلو خلکو د نه ویستلو فیصله کړې.

د دغه اعلان وروسته په پاکستان کې مخالفه سیاسي ګوندونو او د بشري حقونو فعالانو د عمران خان په حکومت سختې نیوکې کړې وې او په حکومت يې ټکونه کړي وو چې د خپلو خلکو د خوندي کولو لپاره سنجیده نه دی. د دغه نیوکو وروسته تیره ورځ حکومتي غړو په سېنټ کې د مخالفه ډلو غړو ته باور ورکړی وو چې د حکومت دغه فیصله اخیرۍ پریکړه نه ده.

په اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په وخت ښاغلي مرزا ویلي د زیارت یا پنجشنبې د ورځې پورې د چین پرته په ۱۸و هیوادونو کې د کرونا وایرس پخلی شوو وو، اوس دغه وایرس ۲۷ نورو هیوادونو اع رسیدلی.

نوموړي ویلي:٫٫ اوس چې دغه وایرس د یو انسان نه بل ته خوریږي، چې مطلب یې دا دی که څوک دغه وایرس لري نو د دغې د خورولو سبب جوړیدلی شي.٬٬

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي چې د صحت نړیوالې ادارې یا ډبلیو اېچ او هم کرونا وایرس لپاره بیړنی حالت اعلان کړی، د یو ذمه واره هیواد په توګه پاکستان غواړي چې داسې ګامونه پورته کړي چې زیات شمیر خلک خوندي وساتل شي.د عمران خان د صحت مشاور زیاته کړې چې دغه فیصله ېې د پاکستان د خارجه چارو وزیر او د چین د خارجه چارو وزیر تر منځه د ملاقات وروسته کړې. نوموړي ویلي چې د چین خارجه وزیر پاکستان ته باور ورکړی چې په چین کې میشت پاکستاني وګړو خونديتوب به په پام کې ساتي.

د چین په یو شمیر هوايي ډګرونو نښتو پاکستانیانو د راویستلو په اړه ډاکټر ظفر مرزا ویلي چې کله د چین نه راتلونکي هوایي جهازونو باندې بندیز لرې شي، بیا به د یواځې هغه پاکستاني وګړي د چین نه راوباسي څوک چې د ۱۴ ورځو پورې یواځې وساتل شي او د وایرس نه پاک وګرځول شي.

په ووهان کې کېر پاکستانیان څه وايي؟

د چين په وهان ښار کې ګېر یو شمیر پاکستاني زده کوونکو وي او ای ډیوه ته ویلي دوی يواځې د خبرونو د لارې دا اوري چې حکومت يې تپوس کوي خو تراوسه په تمه دي چې د پاکستان حکومت يې د دغه ځايه اوباسي.

د خېبرپښتونخوا د کرک سیمې محمد فرقان رؤف چې د ووهان يونيورسټۍ زده کړې کوي وايي، "ووهان کې ګېريو، د حکومت خبرې ته انتظار کوو ، د ویرې ماحول دی څوک بهر نه شي وتلی، غواړو چې زر تر زره وويستل شو".

په ووهان کې د وایرس خوریدو وروسته د پيدا شوو ستونزو په اړه فرقان ویلي: "مونږ د ۱۰ ورځو نه په هاسټلو کې يُو، ځينې هاسټلې دوه، دوه ساعته خلاصيږي او ځينې لږ ډېر وخت خلاصيږي، دوی ته اصل مسله دا ده چې مارکيټونه بند دي هر څه بند دي ځکه دوی وتل غواړي".

يو بل زده کوونکی وسيم خټک چې ځان په وهان کې د ټکسټايل يونيورسټۍ زده کوونکی معرفي کوي وايي، "خبره د خوراک نه ده دوی په دې ويره کې دي چې د دې وايرس نه اغېزمن شي ځکه چې د دې بيا علاج هم نشته".

هغه وايي "څوک دلته په اصل حالاتو نه دي خبر، چې څه روان دي، خو هر ملک خپلو زده کوونکو ته الوتکې ولېږلې امریکا او جاپان خپل زده کوونکي بيرته وغوښتل خو يواځې پاکستانياني زده کوونکي پاتې دي چې د هغو پته نه لګي چې څه به ورسره کيږي".

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې عایشه فاروقي ويلي، دوی په چين کې د پاکستاني وګړو د مرستې دپاره اقدامات کوي.

چین په ووهان کې د ټولو اوسېدونکو عملي طبي معاینه او کورنټین پېل کړی او بندیز یې لګولی چې دې ښار ته نه څوک ورتلی شي او نه ترې وتلی شي، د عامو خلکو تر څنګ یې د دې ښار ټول پروازونه او ولسي ټرانسپورټ هم ځنډولی دی.

هندوستان، بنګله دېش او سري لنکا خپل وګړي د ووهان نه ویستلي:

د پاکستان حکومت لخوا د چین نه د خپلو خلکو د نه ویستلو دا اعلان په داسې وخت شوی چې هم دخالي یا شنبې په ورځ د پاکستان ګاونډي هندوستان، بنګله دېش او سریلنکا د ووهان نه خپل یو شمیر وګړي ویستلي. د خالي په ورځ هندوستان خپل ۳۲۴ او سريلنکا خپل ۳۳ وګړي د ووهان ښار نه ویستلي او هم دغه شان د بنګله دیش وګړي هم د وتلو لپاره تیار دي.

XS
SM
MD
LG