د نړیوال کرکټ کاونسل لخوا د پنځو کلونو د پاره بندیز شوی لوبغاړی محمد عامر وائي د هغه کرکټ نه ختمیږي. هغه وائي د هغه عمر به پنځه کاله ورستو هم کرکټ د بیا شورو کولو د پاره مناسب وي.
محمد عامر وائي هغه طمعه لري چې د هغه په اپیل به د هغه خلاف پابندي لرې کړی شي.
د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره خصوصي مرکه کې محمد عامر وئیلې د هغه خپلوان او خوښونکې په فیصله ډیر خفه دي.
زمونږ همکار رحمان بونیري سره د محمد عامر مرکه تاسو په دې لنک هم اوریدی شۍ.