لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوم چې صفا خلک وي، غصه ناک هم وي ـ شاهد افریدی


د پاکستان مشهوره کرکټ لوبغاړی، شاهد افریدی وایي په زړه صفا دی او څوک چې په زړه صفا وي، هغه غصه ناک هم وي. افریدي دا خبره د وایس آف امریکه ډیوه خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې په ټوقو کې یې د نوموړي د غصې او قهر په هکله یې ترې وپوښتل.

شاهد افریدی چې دا مهال د متحده عربي اماراتو په شارجه کې د ټي ـ ټېن T-10 په سیالیو کې د پختون ټیم مشري کوي، د دې لوبو د فورمټ یا بڼې په هکله رضایت وښود او ویې ویل چې دا په کامله توگه یو بل ډول یا بل فارمټ لوبې دي او خلک ترې خوند اخلي.

شاهد افریدي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې ځیني کسان پر ټي ـ ټېن فورمټ نیوکې کوي، وویل چې خلک له دې ډول لوبو خوند اخلي او زیاته یې کړه: "د وخت سره چې شیان بدلیږي، نو ښه لگیږي، لیکن د وخت سره، د وخت نه مخکې شی ښه نه لگیږي." هغه همدا ډول وویل چې هرڅه خلکو ته خوند ورکړي، هماغه ښه فورمټ وي.

شاهد افریدي څه موده مخکې د افغانستان په پریمیئرلیگ کې هم برخه اخیستې وه، او هلته د پکتیا په ټیم کې لوبیده.

په هغو لوبو کې شاهد افریدي د افغانستان پريميئر ليګ د نورو هېوادونو د ليګ سياليو سره د پرتله کولو په ځواب کې وي او اې ډېوه ته ویلي و: "د نورو دغه ډول ليګونو سره يې نه شم پرتله کولی ځکه چې دا لومړۍ تجربه وه، نور ښه کېدی شي په تادۍ کې يې ټورنامنټ وکړو ، خو ښه يې وکړو د مارکيټنګ په برخه کې يې که کار زيات شوی ؤ خلک به لوبو کتو ته ډېر راغلی ؤ،بايد په دغه برخه کې کار وشي".

له شاهد افریدي سره د وي او اې خبریال، فاروق فراق لنډه مرکه دلته کتلای شئ:

د شاهد افریدي مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG