لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د سپريم کورټ د حکم وروسته الېکشن کمېشن د انتخاباتو شيډول اعلان کړی


د الېکشن کمېشن د وېپ سایټ نه اخیستل شوي تصویر کې د رجسټر شویو ووټرانو شمېره ښودل شوې
د الېکشن کمېشن د وېپ سایټ نه اخیستل شوي تصویر کې د رجسټر شویو ووټرانو شمېره ښودل شوې

د سپريم کورټ د حکم وروسته د پاکستان الېکشن کمېشن د قومي او صوبايي اسمبليانو دپاره د انتخاباتو شيډول اعلان کړی چې ترمخه به یې عام انتخابات په اتمه فرورۍ 2024 کولی شي.

د الېکشن کمېشن ترمخه د 19م دسمبر څخه به د انتخاباتو دپاره عمل پېل کيږي او ریټررننګ افسران به پبلک نوټس جاري کوي.

د جمعې په ورځ ماسخوتن ناوخته د سپريم کورټ د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د درې ججانو بنچ د ریټررننګ افسرانو د ټاکنې په اړه د لاهور هايکورټ فېصله معطل کړې، فېصله یې اورولې او الېکشن کمېشن ته یې د انتخاباتو د شيډول اعلانولو حکم کړی وو.

له دغې وروسته د شپې ناوخته الېکشن کمېشن د انتخاباتو شيډول اعلان کړی دی.

سپريم کورټ په خپله فېصله کې د لاهور هايکورټ هم د ريټررننګ افسرانو د تعنياتۍ په قضيه کې د نورې کارروايۍ څخه ودرولی دی.

په فېصله کې سپريم کورټ قانون پوهه وکيل عمېر نيازي ته په لاهور هايکورټ کې د ريټررننګ افسرانو د تعنياتۍ په حواله پيټيشن کولو باندې د عدالت د سپکاوي نوټس هم جاري کړی دی.

له دې وړاندې الېکشن کمېشن په خبر پاڼه کې ویلي وو، "کمېشن په ډاګه کړې چې په اتمه فرورۍ د انتخاباتو کولو دپاره انتظامات بشپړ کړی شوي دي، او په دغه لړ کې ډسټرکټ ريټرننګ او ريټرننګ افسران تعينات (ټاکل)کړی شوي او تربيه یې پېل کړی شوې وه".

ویل شوي وو، "پي ټي آی (پاکستان تحریک انصاف ګوند) د ډسټرکټ ريټرننګ او ريټرننګ افسرانو تعيناتي چېلنج کولو وروسته چې د هغو معطلي شوې، کمېشن بيا د حالاتو جايزه اخستې او زر به راتلونکې تګلاره جوړه کړی شي".

الېکشن کمېشن دا هم ویلي وو، "د موجوده حالاتوالېکشن کمېشن په هيڅ صورت هم زمه واره نه شي ګرځول کېدی".

پاکستان تحریک انصاف ګوند د ريټرننګ افسرانو دپاره د ضلعي مرستيال کمېشنرانو ټاکنه په لاهور هايکورټ کې چېلنج کړې او عدالت بيا د الېکشن کمېشن دغه ټاکنې معطل کړې وې.

پاکستان کې د راتلونکو عامو انتخاباتو دپاره د اتمې فرورۍ نېټه اعلان شوې خو د پي ټي آی لخوا د ريټرننګ افسرانو په حواله لاهور هايکورټ ته د خواست وروسته عدالت بيا د بېورو کرېسي افسرانو ټاکنې معطل کړې وې او په پاکستاني مطبوعات بحثونه روان شوي چې دغه فېصله د انتخاباتو وروسته کېدو سبب جوړېدی شي.

د رپورټونو ترمخه چیف جسټس د انتخاباتو د شيډول اعلانولو په خواست اورېدنه کې ويلي د لاهور هايکورټ د خپلو حدودو څخه اوښتی دی.

پاکستان کې په نهم اګست قومي اسمبلي ختمه کړی شوې او د ايين ترمخه د قومي اسمبلۍ د مودې پوره کېدو او ماتېدو وروسته به په 90 ورځو کې نوي انتخابات کېدل.

خو الېکشن کمېشن بیا ويلي وو په ملک کې د نوې سرشمېرنې له امله نوې حلقه بندۍ کول لازمي وو ځکه په 90 ورځو کې انتخابات کېدل ممکن نه وو بللي.

خو وروسته بيا سپريم کورټ تېره میاشت الېکشن کمېشن ته حکم کړی چې د صدر سره په مشوره د انتخاباتو دپاره نېټه وټاکي او بيا د انتخاباتو دپاره د اتمې فرورۍ نېټه اعلان شوې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG