لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د راتلونکو انتخاباتو امنیت لپاره خېبر پښتونخوا کې د زرګونو ایف سي عسکرو د ګمارلو پرېکړه شوې


خبري شبکې ای ایف پي د ایف سي ځواکونو د کمانډر معظم جاه انصاري له خولې ویلي چې د راتلونکې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې به د ایف سي ځواک پنځه زره (۵۰۰۰) عسکر د افغانستان د پولې سره لګیدلې خیبر پښتونخوا صوبه کې ځای پځای کړل شي. (فایل فوټو)
خبري شبکې ای ایف پي د ایف سي ځواکونو د کمانډر معظم جاه انصاري له خولې ویلي چې د راتلونکې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې به د ایف سي ځواک پنځه زره (۵۰۰۰) عسکر د افغانستان د پولې سره لګیدلې خیبر پښتونخوا صوبه کې ځای پځای کړل شي. (فایل فوټو)

د پاکستان نګران حکومت پرېکړه کړې ده چې په اتمه فرورۍ هیواد کې د کېدونکو عامو ټاکنو د امنیت لپاره به د ملیشه ځواکونو یا ایف سي زرګونه عسکر د خیبر پښتونخوا صوبې بیلابیلو برخو، پلازمینه اسلام اباد او کراچۍ کې وګماري.

خبري شبکې ای ایف پي د ایف سي ځواکونو د کمانډر معظم جاه انصاري له خولې ویلي چې د راتلونکې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې به د ایف سي ځواک پنځه زره (۵۰۰۰) عسکر د افغانستان د پولې سره لګیدلې خیبر پښتونخوا صوبه کې ځای پځای کړل شي.

هغه ویلي د دې ترڅنګ به ۱۷۰۰ د ایف سي عسکر اسلام اباد ته او ۴۰۰ نور کراچۍ ته واستول شي چې د وسله والو بریدونو په مخنیوي کې له پولیسو سره مرسته وکړي.

ټاکل شوې د پاکستان پارلماني ټاکنې د فبرورۍ په اتمه ترسره شي خو ددې ټاکنو د ترسره کېدونکو نه وړاندې په سوشل میډیا اؤ میډیا د کېدونکو ټاکنو په روڼوالي پوښتنې راپورته شوي دي .

د ټاکنو نه وړاندې د پاکستان د یو ستر سیاسي ګوند پي ټي آي مشر اؤ پخوانی وزیراعظم عمران خان زندان ته اچول شوی دی اؤ هم د هغه د ګوند څخه د ګوندي انتخاباتو په نه کولو ګوندي نخښه بېټ تروړل شوی دی.

په پاکستان کې د کېدونکو دې ټاکنو نه وړاندې د تشدد اؤ ناامنۍ پېښې هم چټک شوې دي اؤ تېره اوونۍ شمالي وزیرستان کې د قامي اسمبلۍ د څوکۍ لپاره په ولاړ ازاد امیدوار کلیم الله نامعلومه وسله والو ډزې کړې وې چې پکې هغه د خپلو دوؤ نورو ملګرو سره وژل شوی ؤ.

یو لوړپوړي پاکستاني چارواکي په دې شرط چې نوم یې په راپور کې خپور نه شي ای پي ته ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی او د رایې ورکولو په مرکزونو کې به نور پولیس هم وګومارل شي.

د سیند صوبې وزیراعلا مقبول باقر یو ورځ وړاندې خبرداری ورکړی ؤ چې پر امیدوارانو د ګڼو بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي. د باقر دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې یو شمېر امیدواران په رڼا ورځ تښتول شوي هم دي.

په اسلام اباد کې د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز وايي، تېر کال په پاکستان کې د تاوتریخوالي کچه د تېرو شپږو کلونو په پرتله لوړه وه، چې پکې د ملکي وګړو، امنیتي ځواکونو او وسله والو په ګډون ۱۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

دا مهال په دغه هیواد کې تر ټولو لوی امنیتي ګواښ د "تحریک طالبان پاکستان" وسله واله ډله ده، چې اسلام اباد وايي په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه خپل بریدونه پلانوي خو په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت دغه تورونه رد کړي دي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG