پاکستان کې د راتلونکو انتخاباتو د پاره هلې ځلې شورو شوې خو تجزیه کار ووټونو کې د امیدوارانو د سکیورټي په حقله اندیښمن دي په خصوصي توگه خیبر پښتونخوا او قبائیلي سیمو کې د امیدوارانو خلاف حملې شوي دي.
د خیبر پښتونخوا چارسدې ضلع کې د عوامي نیشنل پارټۍ په انتخابي جلسه د بم خلاصیدو په نتیجه کې د گوند یو اهم مشر او درې نور کسان زخمیان شوي دي.
چارسده کې د عوامي نشنل پارټۍ یو اهم مشر معصوم شاه هغه مهال زخمي شو کله چې د پارټۍ جلسې سره نزدې بم چاؤدنه وشوه. پیښه کې دوه نور کسان هم زخمیان شوي دي. معصوم شاه د خیبر پښتونخوا تیر حکومت کې مشر وو او د ای این پې مشر اسفندیار ولي خان ښی لاس گڼلی کیږي.
او سوات کې یو سیاسي کارکن او د مقامي امن کمیټۍ غړی مکرم شاه سوات د بم په چاؤدنه کې وژل شوی دی.
د پاکستان مطبوعاتي رپورټونه وايي طالبانو د سوات او د چارسدې د پیښو ذمه واري قبوله کړې ده.
تیره هفته پیښور سره نزدې هم د عوامي نشنل پارټۍ د قامي اسمبلۍ امیدوار ارباب ایوب جان د موټرو قافلې سره بم چاؤدنه شوې وه.
دې دې نه وړاندې د سند صوبې حیدر آباد ښار کې د ایم کیو ایم یو امیدوار په ډزو وژل شوی او پاکستاني طالبانو د حملې ذمه واري قبوله کړې وه.
خیبر پښتونخوا او قبائیلي سیمو کې د انتخابي امیدواران د سکیورټي په حواله د څه قسمه حالاتو سره مخامخ دي، په دې حقله پیښور نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال اسلام الدین ساجد رپورټ دلته اوریدی شۍ: