لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیا پاکستان د ترهگرۍ خلاف نوي تگ لارې ته اړتیا لري؟


په کوټه کې د وژل شوو کسانو په ماتم کې په پیښور کې یوه دستوره
په کوټه کې د وژل شوو کسانو په ماتم کې په پیښور کې یوه دستوره

که څه هم د پاکستان حکومت وايي د تندورۍ مخه نیولو دپاره به یوه نوي تگ لاره جوړوي خو د تجزیه کارانو په نظر په هیواد کې د تیرې څه مودې راهسې روانه خوریزي بندولو په لړ کې به حکومت ته نور ډیر اقدامات پورته کول وي.

د گل، دوشنبې، په ورځ په کوټه کې د ترهگرۍ حملې یو وارې بیا د ترهگرۍ په مخه نیولو کې د پاکستان کمزوریتا په ډاگه کړه، تجزیه کار وايي.

د تندورۍ د مخنیوي دپاره د پاکستان د نوي تگ لارې په هکله په واشنگټن کې د وډ رو ولسن سینټر ادارې تجزیه کار مایکل کوگل مین وي او ای ته وویل د ترهگرۍ پرضد نوي تگ لاره به یو ښه گام وي "خو ځما تشویش دا دی چې دا به په مسله پرده اچول وي."

مایکل کوگل مین وايي په پاکستان کې ترهگري ترهغه وخت نشي ختمیدی ترڅو هیواد بغیر د څه توپیر د هر قسم ترهگرۍ او د هرقسم ترهگر گوندونو خلاف اقدامات پورته نه کړي.

د ترهگرۍ او تندورۍ د مخنیوي دپاره د پاکستان د حکومتي ادارې، نیشنل کاونټر ټرریرازم اتارټي، یا نیکټا مشر احسان غني وي او ای ته ویلي د تندورۍ پرضد قامي تگ لاره به په راتلونکو دوو میاشتو کې اعلان کړی شي.

احسان غني وویل په نوي تگ لاره کې به د ترهگرۍ د مخنیوي دپاره نوي قانون سازي او په موجوده قوانینو کې ترامیم کولی شي. ددې ترڅنگ هغه وویل په نوي تگ لاره کې به تعلیمي او په خصوصي توگه په دیني مدرسو کې اصلاحات کولی شي چې دا رنگ د خلکو ذهنونو کې د برداشت او زغم ماده پیدا شي.

خو په پیښور کې میشته د پاکستان فوج پخوانی بریگیډیر او دفاعي تجزیه کار سعد محمد خان وايي ترڅو په قانون عملداري نه کیږي نو د تندورۍ او د ترهگرۍ خلاف نوي تگ لارې یا قوانین به زیات افادیت و نه لري.

تجزیه کار وايي په افغانستان او پاکستان کې د ترهگرۍ یو سبب د پاکستان د دیني مدرسو نصاب هم دی.

د خیبر پښتونخوا حکومت هغه وخت د سخت نتقید سره مخامخ کړی شو چې د صوبې په نوي بجټ کې يي په اکوړه خټک کلي کې دارالعلوم حقانیه مدرسې دپاره درې میلینه ډالره مالي امداد وگمارلو. ناقدین دغه مدرسه "د جهاد پوهنتون" په نوم یادوي. مولانا سمیع الحق د حقانيي مشر دی. په حقانیه کې شا او خوا ۴٠٠٠ طالب علمان ذدکړه کوي او په ډاگه د طالبانو حمایت او ورسره همدردي څرگندوي. په هم دې سبب مولانا سمیع الحق ته د "طالبانو پلار" نوم هم ورکړی شوی دی.

تجزیه کار مایکل کوگل مین وايي په پاکستان کې د مدرسو جال او داسې بااثره عالمان چې د مجبورۍ مفکوره په وړاندې بیايي ددې د لاسه داسې فضا جوړه چې تندلاریتوب او ترهگرۍ ته وده ورکوي.

خو د نیکټا مشر احسان غني وايي د کال ٢٠١٥ راهسې ترهگرۍ د مخنیوي دپاره د نیشنل ایکشن پلین دلاندې گڼ شمیر اقدامات پورته کړی شوي دي چې پکې د ٩٨ میلینه نه د زیاتو موبایل سیم کارډونو بندول هم شامل دي. هغه دا خبره تسلیم کړه چې اوس هم د ځینې غیرقانونه گرځول شوو تنظیمونو مشران په ټیلي وژن ښکاره کیږي او خپل تبلیغات کوي.

د حقاني وسله والې ډلې خلاف په مناسب ډول د اقداماتو نه کولو په سر امریکې د دفاع وزارت یا پینټگان د پاکستان د ٣٠٠ میلنه ډالرو مالي امداد تړلی دی.

په واشنگټن کې د هیریټج فاونډیشن نومې ادارې تجزیه کاره لیزه کرټس وايي کانگرس په دې خبره خپله ناخوښي څرگنده کړې ده چې پاکستان د حقاني شبکې او د هغه نورو وسله والو ډلو حمایت نه دلاسه نه دی ورکړی چې په افغانستان کې د افغان او امریکايي ځواکونو خلاف جنگیږي.

لیزه کرټس وايي په قبایلي سیمو کې د وسله والو ډلو خلاف د پاکستان د فوج د روانو عملیاتو په نتیجه کې په هیواد کې د ترهگرۍ پیښې کمی شوي دي خو د نورو وسله والو خلاف هم کاروايي پکارده.

"د ضرب عضب عملیاتو په پاکستان کې تشدد کم کړی دی خو امریکا په دغه سیمه کې د نورو فعاله ډلو په اړه هم تشویش لري او هم په دې مسله د واشنگټن او اسلام اباد ترمنځ اختلافات موجود دي." میرمن لیزه کرټس وايي په دې مسله په پاکستان فشار زیاتیدی شي او د پاکستان نه به د طالبانو په اړه په تگ لاره کې د بدلون تقاضه وشي.

پاکستان دا خبره ردوي چې گڼي په ښو او بدو طالبانو کې څه فرق کوي. د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان نفیس زکریه وايي پاکستان د تندلارو او ترهگرو ډلو خلاف کره اقدمات کړې دي او په دې لړ کې يي د نورو هیوادونو سره همکاري هم کړې ده.

یادگیرنه: دا خبره وي او ای خبریالانو زاهد نور او نصیر احمد کاکړ لیکلی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG