لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د اسماعیل هنیه د وژنې په غبرګون کې د ایران له خوا د او ای سي د بیړنۍ غونډې رابللو بشپړ ملاتړ کړی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، پاکستان په تهران کې په یوه برید کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه له وژل کیدو وروسته د اسلامي همکارۍ تنظیم د "غیر معمولي غونډې" لپاره د ایران د غوښتنې بشپړ ملاتړ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو لنډمهاله وزیر علي‌ باقري کني د جمعې په ورځ پر خپل رسمي ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي چې د ملګرو ملتونو له عمومي مشر، د یورپي اتحاد د بهرنۍ پالیسۍ له مشر او د قطر، سعودي، ترکیې، مصر، اردن، روس او الجزایر له خارجه وزیرانو سره یې په جلا جلا ټیلیفوني خبرو کې د اسماعیل هنیه وژنه په کلکه غندلې او د اسلامي همکارۍ د تنظیم د بیړنۍ غونډې را بللو غوښتنه یې کړې ده.

د اسلامي‌ همکارۍ تنظیم تر اوسه د ایران غوښتنې ته کوم رسمي‌ جواب نه دی ویلی او نه دا معلومه ده چې دا غونډه به کله را بلل کیږي.

د ایران د ایرنا خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د سعودي او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو هم د پنجشنبې- زیارت په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر علي باقري کني سره په جلا جلا ټیلیفوني خبرو کې د اسماعیل هنیه د وژنې په اړه د اسلامي همکارۍ د تنظیم د بیړنۍ غونډې جوړېدو هرکلی کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر علي باقري کني نن د شنبې- خالي په ورځ له اسحاق ډار سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته په تهران کې د اسماعیل هنیه پر وژنه د خپل هېواد ژوره خواشیني څرګنده کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې ویلي، اسحاق ډار له خپل ایراني سیال سره د پاکستان د خلکو احساسات شریک کړي او زیاته کړې یې ده چې ل وزیراعظم شهباز شریف په غزه کې وروستي عملیات او د اسماعیل هنیه ظالمانه وژنه په "سختو ټکو" غندلې ده.

تر دې یوه ورځ وړاندې د جمعې په ورځ د پارکستان قومي اسمبلۍ په متفقه توګه د اسماعیل هنیه وژنه د یو قرارداد په منظورولو سره وغندله، د پارلمان په ودانۍ کې یې د هغه د جنازې غایبانه لمونځ وکړ او د هغه وژنه یې د "نړیوال قانون، سفارتي معیارونو او د ملتونو تر منځ د منلو وړ چلند" خلاف عمل وباله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي‌ باقري کاني له اسحاق ډار څخه غوښتي چې د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه د دې موضوع په اړه د اسلامي‌ همکارۍ د تنظیم او ای سي په "غیر معمولي غونډه" کې ګډون وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا غونډه د ایران په غوښتنه را بلل شوې ده او په پام کې ده چې په نیزدې راتلونکي کې جوړه شي.

د وزارت په بیان کې ویل شوي چې اسحاق ډار د او ای سي د دې غیر معمولي غونډې د غوښتنې بشپړ ملاتړ وکړ او تایید یې کړه چې پاکستان به په دې "مهمه غونډه" کې "فعاله برخه" واخلي.

اسماعیل هنیه د ایران د نوي ټاکل شوي صدر مسعود پزشکیان د سوګند کولو په دستوره کې د ګډون لپاره د قطر څخه تهران ته تللی ؤ چې دغلته د چهارشنبې په ورځ د خپل کور دننه په یوه حمله کې وژل شوی وو.

ایران، حماس اؤ یو شمیر نورو هیوادونو د اسماعیل هنیه د وژنې ذمه واري په اسرایل ور اړولې ده خو اسرایل تر دې ساعه په دې اړه کومه نیغ په نیغه تبصره نه ده کړې.

د اسماعیل هنیه د جنازې لومړی لمونځ د پنجشنبې- زیارت په ورځ په تهران کې د دې هېواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي‌ خامنایي‌ وکړ چې پکې ګڼ شمېر خلکو ګډون وکړ او دویمه جنازه یې پرون د جمعې په ورځ په قطر کې وشوه او هملته خاورو ته وسپارل شو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG