لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وایرس وېره ـ پاکستان د ایران سره په سرحد کې څه آمادگۍ نیولي؟


پاکستان وايي له ایران سره یې د پولي تړلو وروسته په سرحدي سیمو کې د کرونا وايرس څخه د اغېزمنو مشکوکو خلکو د جلا ساتلو (قرنطین) لپاره ځایونه جوړ کړي دي. په دغو ځایونو کې به له ایرانه بیرته راتلونکي پاکستانیان دوه اونۍ ساتل کیږي.

د ایران له پولي سره د بلوچستان د سرحدي ضلعو رخشان ډیوېژن کمېشنر ایاز خان مندوخېل وي او اې ډیوه ته وویل حکومت د تفتان سرحدي دروازې ته څېرمه پاکستان هاوس کې د 2500 کسانو لپاره د قرطین انتظام کړی دی او د ډاکټرانو دوې ډلې هم هلته گمارل شوي دي.

ښاغلي مندوخېل وویل د بهرنیو چارو د وزارت له لارې تهران ته ویل شوي چې ایران ته د زیارتونو لپاره تللي تر 5000 زیات کسان دې تر هغو هلته و ساتي چې له کرونا وایرس څخه یې پاکوالی نه وي تائید شوی.

پاکستان له ایران سره تر نهه سوه کلومیتره زیاته اوږده پوله لري او د بلوچستان پنځه ضلعې همدغه پولي ته څېرمه دي، چیري چي له ایران سره د تگ راتگ او تجارت لپاره د تفتان، واشک، پنجگور، تربت او جیوني لاري کارول کیږي.

یادو شویو ضلعو ته د ورځني کارونې شیان او خوراکي مواد له ایران څخه ورځي او د پولي په تړلو سره د مدني ټولني فعالانو په دغه سیمو کې د خوراکي موادو د کاختۍ اندېښنه څرگنده کړې ده، خو ایاز مندوخېل وايي حکومت په دې اړه پلان جوړ کړی او د کوټې په گډون د نورو سیمو تجارانو سره په تماس کې دي چې هلته خوراکې شیان ورسوي.

په بلوچستان کې د روغتیا یوه چارواکي ډاکټر شمس دوتاني وي او اې ډیوه ته ویلي که څه هم تر اوسه په بلوچستان کې د کرونا وایرس پېشه نه ده رامنځ ته شوې خو حکومت د کوټي ښار په فاطمه جناح او شېخ زاید روغتونونو کې د سل سل بسترو د ځانگړو خونو انتظام کړی دی.

په بلوچستان کې د بیړني حالت په وخت د مرستو د ادارې مشر عمران زرکون ویلي که چیري ایران و زیارتونو، تجارت او د مزدریو لپاره تلونکې خلک پاکستان ته را پرېښودل نو دا به یو لوی چیلنج وي چې د زرگونو کسانو لپاره کوارنټین جوړول، د ډاکټرانو گمارل، د هغوۍ د خوراک څښاک او څارني لپاره د امنیتي مامورینو بندوبست کول به د بلوچستان حکومت لپاره ممکن نه وي.

ښاغلي زرکون وویل په لوړه کچه و انتظام ته اړتیا شته او دوی له مرکزي حکومت سره د مرستي او د کرونا وایرس د معاینې لپاره د لېبارټري جوړولو په اړه تماس نیولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG