لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملیحه لودهي: د ترهگرۍ په اړه په پاکستان د نړۍ بې باروي بې ځایه ده


جېش محمد د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې. ویل کېږي دغه ډله په پاکستان کې مېتشته ده او مشري یې مولانا مسعود اظهر کوي چې په کال ١٩٩٩ کې هندوستان په جهاز کې افغانستان ته د تیښتول شویو مسافرو په بدل کې ازاد کړو او رپورټونه وايي مسعود اظهر په پاکستان کې دی

په ملگرو ملتونو کې د پاکستان استازي ملیحه لودهي دا تاثر رد کړی چې نړۍ د ترهگرۍ د مخنیوي دپاره د پاکستان په کوښښونو باور نه کوي. پاکستانۍ استازي دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې د هند مامورین په کشمیر کې په هندوستاني پوځ د یوې خونړۍ حملې ذمه واري جیش محمد وسله والې ډلې اخیتسې چې هند وايي د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي اېس اېي سره اړېکې لري.

په نیویارک کې د ملگرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د وایس اف امریکې خبریالې مارگریټ بشیر سره مرکه کې د ملیحه لودهي نه پوښتنه وشوه چې د ترهگرۍ په موضع پاکستان د بې باورۍ سره مخامخ دی او د هند نه علاوه افغانستان او ایران هم په پاکستان د ترهگرو د ملاتړ الزام لگوي نو پاکستان څه کولی شي چې د نړیوالې ټولنې اعتبار وگي، نو پاکستانۍ سفیرې وویل "هم دا نن (د نهې، سه شنبې په) سحر د پاکستان وزیراعظم نړیوالې ټولنې ته دا ور یاده کړه چې پاکستان خپله ترهگرۍ ځپلی او ښکار کړی یې دی."

د هندوستان د انتظام دلاندې د کشمیر په پلوامه ښار کې د هندي پوځ په یوه قافله تیره هفته شوي حمله کې ۴٩ عسکر وژل شوې دي. جېش محمد د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې. ویل کېږي دغه ډله په پاکستان کې مېتشته ده او مشري یې مولانا مسعود اظهر کوي چې په کال ١٩٩٩ کې هندوستان په جهاز کې افغانستان ته د تیښتول شویو مسافرو په بدل کې ازاد کړو او رپورټونه وايي مسعود اظهر په پاکستان کې دی.

هندي مامورینو په د پاکستان په ايي اېس ايي استخباراتي ادارې د پلوامه په حمله کې د ککړتیا الزام لگولی. په سري نګر کې د هندي پوځ کور کمانډر لفټننټ جنرل کنول جيت سنګ ډهلون ويلي د بريد په شا لاس لرونکي په هندي کشمیر کې يې د جېش محمد درې تنه چې دوه پکې پاکستانيان دي او پېژندګلو يې د کامران او رشيد په نومونو شوې وژل شوي دي.

د هند وزيراعظم نريندرا مودي هم د پاکستان پرضد سخت بيان ورکړی او ویلي يې دي څوک چې د هند د بربادولو سوچ کوي هغه دې پرېږدي.

د نهې، سه شنبې په ورځ د پاکستان وزيراعظم عمران خان د پلوامه په بريد کې د پاکستان د ککړتيا تورونو ته رسمي غبرګون وویلو اوهند ته یې د تحقیقاتو وړاندیز وکړو.

د پلوامه د حملې وروسته د پاکستان او هندوستان په تعلقاتو کې یو وارې بیا تاوتریخوالی پېدا شوی.

مېرمن ملیحه لودي وویل د هند سره د تاو تریخوالي په لړ کې یې د ملگرو ملتونو مشر لېدلي او هغه په صورتحال د تشویش څرگندونه وکړه.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ هم د هندوستان او پاکستان ترمنځ په موجود تاوتریخوالي اندېښمني څرگنده کړې ده.

هندوستان د دې نه وړاندې هم په پاکستان کې میشته وسله والو د حملو الزامات لگولي دي. په کال ٢٠٠٨ کې هندوستان په ممبۍ ښار کې د حملو ذمه واري په لشکر طیبه ډلې واچوله چې مرکزونه په پاکستان کې لري. پاکستان د ډلې ځېنو مشرانو خلاف گامونه پورته کړي خو هندوستان او امریکا هم وايي د پاکستان گامونه ناکافي دي.

ایران ویلي تېره هفته د پاکستان سره نژدې په سیستان بلوچستان صوبه کې د هېواد په امنیتي ځواکونو حمله په پاکستان کې مېشته وسله والو کړې وه.

او افغانستان د ډیر وخت راهسې وايي طالبان او حقاني ډله په پاکستان کې پناه ځایونه لري او د هغه ځای څخه په هېواد کې حملې کوي.

پاکستان په خپله خاوره د وسله والو د موجودگۍ خبره ردوي. او د نهې، سه شنبې، په ورځ وزیراعظم عمران خان د هندوستان سره د زیات شوي تاوتریخوالي په مهال وویل چا ته به اجازت ور نکړي چې د هېواد خاوره د بل خلاف حملو دپاره استعمال شي.

د وي او ای سره مرکه کې میرمن لودهي وویل په پاکستان کې د زرگونو په شمېره کې خلک په ترهگرۍ کې وژل شوې دي، پاکستان د ترهگرۍ خلاف جنگېدلی دی او له امله یې د ترهگرۍ خطر کم شوی دی. "ځما په خیال د دا وېل چې د اعتبار مسله ده حقیقتاً صحیح خبره نه ده."

ملیحه لودهي وویل د سیمې نه د القاعده وسلې والې ډلې او د خپلې خاورې نه د ترهگرو په ختمولو کې پاکستان اهم کردار ادا کړی دی. مېرمن لودهي زیاته کړه چې وزیراعظم عمران خان یو وارې بیا دا وویل چې هېڅ چا ته به اجازت نه ورکوي چې د پاکستان خاوره دې د بل ملک خلاف د حملو دپاره استعمال شي.

XS
SM
MD
LG