پاکستان د هندوستان هغه وړاندېز قبول کړی دی چې دواړه هېوادونه دې د یوبل سره د ٧٠ کالو نه د زیات عمر قیدیانو تبادله وکړي.
د هندوستان د تجویز په جواب کې پاکستان وویل چې دواړه هېوادونه دې د ١٨ کالو نه د کم عمر قیدیانو تبادله هم یقیني کړي.
د پاکستان خارجه وزارت په دې اړه جاري یو بیان کښې ویلي، د هند دا خواست یې ټول اړونده ډلو سره د صلا مشورې وروسته قبول کړی دی.
هندوستان د پاکستان څخه غوښتلي چې د دواړه گاونډي هیوادونه دې په جیلونو کښې قید ښځې او په ذهني توگه ناروغه کسان هم یو بل ته وسپاري.
پاکستان ته په خپل وړانډېز کې هندوستان وویل د ذهني ناروغه قیدیانو معائنې او تبادلې نوعیت ټاکلو لپاره دې د طبعي معائنې ټیمونو ته هم د یو بل د جیلونو دورې اجازت ورکړې شي.
هند پاکستان څخه د بندیانو د تبادلې لپاره د جوډیشل کمیټۍ نظام پرځایې کولو غوښتنه هم وکړه.
خواجه اصف په دې موقع هیله څرگنده کړې چې دواړه هېوادونه به د قیدیانو د تبادلې په رنگ گامونو په ترڅ کښې جامع مذاکراتو ته هم تیار شي.
هند پاکستان په خپله خاوره د ناقلاری ذمه وار گڼي او د کشمیر په لانجمنه پوله وروستویو کښې د دواڼه هیوادونو ترمنځ تاو تریخوالې زیات شوی.
د کال ٢٠١٦ د هندوستان اوړي او پټانکوټ پوځي تنصیباتو باندې ترهگر بریدونو وروسته دواڼه اېټمي وسله لرونکې گاونډیانو د کشمیر په گډه پوله باقاعده یو بل باندې ډزې کوي او د پوځیانو پشمول دواړو غاړو ته د عادي اولس وخت په وخت مرگ ژوبلې خبرونه ډیرعام شوي.
پاکستان په هند ناقلاره بلوچستان صوبه کښې د بیلتون غوښتونکې بلوڅانو مرستې تورونه لگوي. خو هندوستان دا خبره ردوي.
هم کال ٢٠١٦ کښې پاکستان د بلوچستان صوبې نه د کلبوشن یادیو په نوم یو هندي وگړې د جاسوسی په تور ونیسو چې وروستو په سوشل میډیا خپره یوه وډیو کښې کلبوشن د هندي استخباراتي اداری راء لپاره د کار کولو او خپله د هندي سمندري پوځ کښې د افسر کیدو دعوا هم کوله.
پاکستان کلبوشن ته د مرگ سزا اورولې او د دې پرمختگ وروستو د دواڼه هیوادونو تعلقات ډیر په ښکته تللي.