لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند له امریکا څخه په بیلیونونو ډالرو میزاییل لرونکې ډرونونه او جاسوسي الوتکې اخلي


د هند مطبوعات وایي چې دا هېواد به ډېر ژر د میزاییل لرونکو ډرونونو، جاسوسي او آبدوز (اوبتل) ضد جهازونو د اخیستلو تړون له امریکا سره لاسلیک کړي. ویل کیږي چې د دغه تړون ارزښت به له اووه بېلینه ډالرو هم زیات وي.

د امریکا د صدر، ډونالډ ټرمپ انتظامیې، د سږکال په جون میاشت کې د دې تایید وکړ چې پر هند میزاییل لرونکي ډرون جهازونه خرڅ کیدلی شي.

د هند د دفاع وزارت ذرایعو مطبوعاتو ته ویلي چې دغه میزاییل لرونکي ډرونونه، سي گارډین یا دریاب ساتونکې نومیږي او د اخیستلو دپاره یې د هند سمندري ځواکونه، هوایي ځواک، او پوځ خپل منځ کې د شرایطو د پرځای کولو پر هماهنگۍ بوخت دي، ځکه د پوځي چارواکو په وینا، د دغو درېیو واړو ځواکونو اړتیاوې او وړتیاوې فرق کوي. نو له دې امله به د دوی ترمنځ هماهنگي، یو څو میاشتې وخت وغواړي.

د هندي مطبوعاتو په وینا، د امریکا حکومت ته به په دې اړه یو خط هم واستول شي. وړاندې تر دې، یواځې د هند سمندري ځواکونو غوښتل چې په وسلو سمبال ډرون جهازونه ترلاسه کړي، خو اوس ذرایعو ویلي چې د هند پوځ او هوایي ځواک هم دا ډرونونه غواړي.

په دې منصوبې به د هند له ۴.٥ کربو یا بیلیونو ډالرو څخه زیاته خرچه وشي. ټاکل شوې ده چې امریکا د دغو ډرون جهازونو د خرڅلاو د تړون شرطونه، وروسته په ډاگه کړي.

له امریکا څخه د وسلو اخیستلو په برخه کې د هند بله غټه منصوبه، له امریکا څخه د ٣ بیلینه ډالرو په قیمت، د P-8I ډوله جاسوسي او آبدوز (اوبتل) ضد جهازونو اخیستل دي.

په تېرو لسو کلونو کې هند له امریکا څخه گڼ شمیر وسلې او جنگي وسایل اخیستي دي چې په هغو کې اپاچي ډوله جنگي هیلکاپټرې، شینوک ډوله باروړونکې پوځي هیلیکاپټرې، او نور جهازونه او رادارونه شامل دي.

په دې وروستیو کې فرانس هم د هاغو ٣٦ رافېل جېټ الوتکو له ډلې څخه چې په ٢٠١٦ کال کې یې د خرڅلاو تړون له هند سره لاسلیک کړی و، وړومبۍ رافېل جېټ الوتکه هند ته وسپارله.

سږکال د مارچ په وروستیو کې د هند د هوایي ځواکونو مشر ویلي ؤ چې د رافېل الوتکو په رارسېدو سره به پاکستان جرآت هم ونه کړي چې لاین آف کنټرول ته نږدې شي.

خو پاکستان ویلي هند که رافېل الوتکه ولري او که هر څه وکړي پاکستان د خپل دفاع په چل پوهیږي خو د وسلو په زغل کې نه ورګډیږي.

تېره میاشت په سرښار اسلام اباد کې رسنیو ته د اوونیز احوال ورکولو په وخت د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي و چې د امنیت او د وسلو د زغل په اړوند د پاکستان دریځ واضحه دی او پاکستان هیڅکله نه غواړي د وسلو زغل کې ځان ورګډ کړي.

هغه وویل هندوستان نه دخیر هیڅ طمعه نه شي کیدلی ځکه پاکستان په نړۍ ټینګار کوي چې سیمه باید د وسلو زغل ته ور دیکه نه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG