لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان لنډ مهاله وزيراعظم د درې لاکه ۸۰ ډالرو قرضداری دی


ناصر الملک

د پاکستان الېکشن کمېشن د لنډ مهاله وزير اعظم ناصر المک د جايداد يا اثاثو تفصيلات جاري کړي چې ترمخه يي په سنګاپور او برطانيه کې جائيداد او اسلام اباد کې درې پلاټونه او په بېنکونو کې روپۍ هم لري خو ترڅنګ يې په لکونو ډالره قرضداری هم دی.

د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سيمې سوات سره تعلق لرونکي وزير اعظم ناصر المک د اسلام اباد په ډپلوميټ انکليو نومې برخه کې اپارټمنټ او په لندن او سنګاپور کې د مېرمنې په نوم جايداد هم لري.

د وزيراعظم ناصرالملک د مېرمن تعلق د سنګاپور سره دی.

د کمېشن ترمخه ناصر المک د درې لاکه ۸۰ زره ډالرو قرضه داری دی او له دې نه علاوه يي په سنګاپور کې د اووه لاکه ډالرو او برطانيه کې يي د دوه لاکو ۷۲ زرو پونډونو اثاثې دي. هغه په بېنک کې ۱۰ لاکه روپۍ حساب هم شته.

د الېکشن کمېشن ترمخه وزيراعظم په سوات کې ۴۵ دوکانونه، د وړو مِل او په يو سي اين جي سټېشن کې برخه لري.

لنډ مهاله وزيراعظم د ښځې په نوم د اووه لاکه او ۲۲ زره امريکايي ډالرو پانګونه هم کړې ده او د هغه په ملکيت کې يو د ۲۰۱۲م ماډل سوک هونډا موټر دی چې قيمت يې ۱۰ لاکه روپۍ دی.

نوموړي په خپلو اثاثو کې د ۳۱ لاکو روپو کالي پتري، د ۶۴ لاکه روپو د کور د لرګو سامان (فرنيچر)، په څلورو بېنکونو کې ۱۰ کروړه او ۲۵ لاکه روپۍ ښودلي دي.

د پاکستان د ټاکنو کمېشن د اېکټ ۲۰۱۷م د سيوري لاندې په اتمه مې ۲۰۱۸م د لنډمهاله حکومت د چارواکو نه د جايداد تفصيلات غوښتي وو.

د ټاکنو د کمېشن د اېکټ ترمخه لنډمهاله وزيراعظم او هغه د صوبو اعلا وزيران، مرکزي او صوبايي وزيران په درېو ورځو کې د دې پابند دي چې د خپلو جايدادونو تفصيلات ورکړي.

XS
SM
MD
LG