لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان داخله وزیر: خبریال ارشد شریف په هدفي حمله کې وژل شوی


ارشد شریف د اکتوبر د میاشت په ۲۳ نېټه ماښام د کينیا سرښار نېروبي په مضافاتو کې د هغه په موټر په ډزو کې وژل شوی دی
ارشد شریف د اکتوبر د میاشت په ۲۳ نېټه ماښام د کينیا سرښار نېروبي په مضافاتو کې د هغه په موټر په ډزو کې وژل شوی دی

د پاکستان د داخله چارو وزیر رانا ثناالله ویلي شواهد څرګندوي چې پاکستانی خبریال ارشد شریف په کینیا کې په هدفي حمله کې وژل شوی دی، مرګ يې حادثاتي نه دی خو په دې لړ کې د نورو معلوماتو ضرورت دی.

د ارشد شریف د قتل په اړه د رانا ثناالله وېنا روېټرز خبري ادارې رپورټ کړې او وايي د کینیا د پولیس ترجمان برونو شېیوسو د راناثناالله د څرګندونو په اړه د څه وېلو نه ډډه وکړه.

ارشد شریف د اکتوبر د میاشت په ۲۳ نېټه ماښام د کينیا سرښار نېروبي په مضافاتو کې د هغه په موټر په ډزو کې وژل شوی دی.

د پېښې په اړه د کینیا پولیس یوه ورځ وروسته په خپل رپورټ کې وویل چې پولیس د یو غلا شوي موټر په لټون کې ناکه (پاټک) لګولی و او په کوم موټر کې چې ارشدشریف سفر کولو په ناکه نه و ودرېدلی او پولیس پرې ډزې وکړې چې خبریال پکې ووژل شو. د کینیا پولیس دغه د د خطا ډزې او د غلط شناخت پېښه وبلله.

شېيوسو وویل د پېښې تحقیقات د کینیا انډيپېنډېنټ پولیسنګ اوورسایټ اتارټي، ايي پي او ای، نومې ادارې ته سپارل شوي دي.

روېټرز په خپل رپورټ کې وايي د ايي پي او ای ترجمان ورته د دریځ معلومولو دپاره د ټېلې فونونو او پېغامونو جواب ور نه کړو.

د روېټرز ترمخه، راناثناالله د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د ارشد شریف مرګ په پېژندګلو کې د تېروتنې کېس نه دی او تراوسه د ترلاسه شویو شواهدو په بنیاد وايي چې دا هدفي قتل دی.

د پاکستان د داخله چارو وزیر رانا ثناالله
د پاکستان د داخله چارو وزیر رانا ثناالله

رانا ثناالله وویل د دې خبرو تصدیق دپاره د نورو معلوماتو ضرورت دی او د کینیا حکومت نه نور معلومات غوښتل شوي دي.

د ارشد شریف د قتل د تحقیقاتو دپاره د پاکستان حکومت یوه ډله جوړه کړې ده.

ثناالله وویل دغه تحقیقاتي ډله د کینیا نه بېرته پاکستان ته تللې ده خو د کینیا پولیس پاکستاني چارواکو ته د ارشد شریف شیان نه دي ورکړي. هغه وویل په دې لړ کې به د پاکستان خارجه وزارت د کینیا حکومت او د پاکستان وزیراعظم به د کینیا صدر سره رابطه کوي.

په عین حال کې د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف د پاکستان چیف جسټس ته په دوو بېلو بېلو خطونو کې غوښتنه کړې چې په پخواني وزیراعظم عمران خان د ناکامه قاتلانه حملې او د ارشد شریف د مرګ د تحقیقاتو دپاره دې عدالتي کمېشن

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه، د شهبازشریف، د نهې، سه شنبې، په ورځ د سپریم کورټ مشر چیف جسټس عمر عطا بندیال ته دغه لیکل شویو خطونو کې وویل چې د سپریم کورټ په ججانو مشتمل کمېشن دې د دواړو واقعاتو تحقیقات وکړي.

د رپورټ ترمخه، په خط کې وېل شوي چې په عمران خان د ډزو او د ارشد شریف د قتل نه پس په وفاقي حکومت او ریاستي ادارو شکوک او شبهات ظاهر کړی شوي دي لهذا د عوام اعتماد بحالولو دپاره ضروري ده چې تحقیقات دې وشي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز او د وي او ای اردو څانګې د رپورټونونه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG