لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلامي ملکونه د افغانستان دپاره د مرستې فنډ جوړولو باندې سلا شول


د نړۍ اسلامي ملکونو د اتوار/یکشنبې په ورځ وعده وکړه چې د افغانستان دپاره به د بشري امداد یو فنډ جوړوي. د او آی سي (اسلامي همکاري تنظیم) غړو هېوادونو په داسې وخت کې دا وعده وکړه چې افغانستان کې میلینونه کسان په دې یخ ژمي کې د سختې لوږې د خطرې سره مخ دي او د پاکستان وزیراعظم عمران خان خبرداری ورکړی چې که د دې بدو حالاتو مخه ونه نیول شي، نو ګډوډي به راشي.

د افغانستان د مرستې دپاره دا فنډ چې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي لخوا اعلان شو، د اسلامي ترقیاتي بنک تر څارنې لاندې جوړیږي. خو دا ښکاره نده چې دې فنډ کې به څومره پیسې راجمع کیږي.

په افغانستان کې مخې ته راغلی بحران ورځ تر بلې د اندېښنې وړ ګرځي، خو تر اوسه نړېواله ورورولي یې په اړه چوپه پاته ده، ځکه مغربي نړۍ نه غواړي چې د طالبانو حکومت تسلیم کړي. طالبانو د اګسټ په نیمایي کې د افغانستان حکومت نسکور کړ او په ټول افغانستان یې قبضه ولګوله.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د او آی سي د غړو هېوادونو د خارجه وزیرانو ناستې ته په وینا کې وویل: "که چېرته په فوري توګه عمل ونشي، افغانستان به د ګډوډۍ خوا ته ولاړ شي."

د آی او سي د ناستې برخه والو، چې په هغه کې د اسلامي ملکونو ترڅنګ د ملګرو ملتونو، امریکا، یورپي اتحاد، او جاپان استازي هم شامل و، په یو بیان کې وویل چې د ملک نه بهر خپلو کنګل شویو اثاثو ته د افغانستان رسائي به د هغه هېواد د اقتصادي بربادۍ د مخنیوي دپاره ډېر اهم وي.

او آی سي طالبانو ته د افغانستان د رسمي استازو په سترګه ونه کتل او په ناسته کې د افغانستان د استازي څوکۍ، چې د افغانستان ملي بېرغ هم ورته اېښی و، تشه پاته وه. د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي ته وخت ورکړل شو چې وینا وکړي، مګر په آخره کې چې د تنظیم استازو مشترک تصویر ایسته، امیرخان متقي هلته ونه لیدل شو.

متقي پخپلو خبرو کې وویل چې د هغو حکومت افغانستان کې امن او استحکام راوستی او د بشري، په خصوص د ښځو حقونو په حواله یې د اندېښنو د لېرې کولو دپاره ډېر څه کړي دي.

متقي زیاته کړه: "ټول باید دا ومني چې د افغانستان سیاسي انزوا (علیحدګۍ) د هېچا په ګټه نده، ځکه نو ضروري ده چې ټول د دې ټینګ شوي استحکام ملاتړ وکړي او په سیاسي او اقتصادي لحاظ یې امداد وکړي."

طالب چارواکو مخکې تر دې د افغانستان د ځپل شوي اقتصاد د بحالۍ او د څه باندې شل میلینه غریبو افغانانو د مړولو دپاره، د مرستې غوښتنه کړې وه.

ځیني ملکونو او تنظیمونو افغانستان ته د امداد په لېږلو شروع کړې، خو افغانستان کې بنکي سیسټمونه سخت زیانمن شوي او دې چارې د مرستندویو هېوادونو او تنظیمونو کار مشکل کړی دی.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي وویل، افغانستان دپاره د مالي او بنکي چینلونو بیا پرانیستل ضروري ده، "ځکه (د افغانستان) اقتصاد د یو بنکي سیسټم بغیر نشي چلېدلی او خلکو سره مرسته نشي کېدلی."

په افغانستان کې د حالاتو د خرابېدو یوه نښه هغه ډلې ډلې خلک دي چې کابل کې د پاسپورټ جوړولو دفتر مخې ته یې ګڼه ګوڼه جوړه کړې او کوشش کوي چې د وطن نه بهر ته ولاړ شي. په بازار کې خوراکي مواد ګران شوي، د افغانۍ قدر راکښته شوی، او ډېرو کسانو خپلې دندې د لاسه ورکړي او بې روزګاره شوي دي.

د طالبانو خارجه وزیر امیرخان متقي وویل، هغوی به چا ته اجازت ورنکړي چې د افغانستان د خاورې نه په نورو ملکونو حملې وکړي او د پخواني حکومت د چارواکو په وړاندې به انتقامي کاروايي نه کیږي.

خو طالبانو باندې دا سخت تنقید هم روان دی چې هغوی ښځې او جینکۍ تعلیم او کار کولو ته نه پرېږدي. همدا راز دا تور لګېدلی چې طالبانو د معافۍ په حواله خپله وعده ماته کړې پخواني چارواکي او عسکر یې وژلي، او د بشري حقونو خلاف ورزي یې کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG