لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان ثقافت په اړه د عمران خان څرګندونې – کرزی وایي دا د افغانانو توهین و


د طالبانو د واکمن کېدو نه مخکې افغان جینکۍ سکولونو او پوهنتونونو ته تللې
د طالبانو د واکمن کېدو نه مخکې افغان جینکۍ سکولونو او پوهنتونونو ته تللې

د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي او همدا شان په سوشل مېډیا باندې ګڼ شمېر فعالانو د وزیراعظم عمران خان په هغې خبرې کلکې نیوکې کړي چې د اتوار/یکشنبې په ورځ یې او آی سي (د اسلامي همکاریو تنظیم) په ناسته کې د افغانستان په اړه وکړې.

عمران خان په خپله وینا کې له امریکا او نړېوالې ورورولۍ نه وغوښتل چې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو (د جینکو تعلیم) په برخه کې دې د افغانستان کلتور ته پام وکړي. هغه دا دعوه وکړه چې ګني په کلیوالو پښتنو سیمو کې څوک حاضر ندي چې خپلې جینکۍ سکولونو ته ولېږي، او د هغه په باور، دا یوه ثقافتي مسئله ده.

عمران خان وویل چې طالبان "ّپه بنیادي توګه او اکثریت" پښتانه دي. او بیا یې د پاکستان او افغانستان د پښتنو سیمو مثالونه داسې ورکړل چې، "د ښارونو او کلیو ثقافت یو د بل سره توپیر لري. د کابل ثقافت د کلیوالي سیمو د ثقافت نه بېل دی، او همدا راز د پېښور ثقافت د هغو سیمو نه بېل دی چې د افغانستان سرحد ته نږدې پرتې دي."

د وزیراعظم عمران خان دې خبرې ته پراخ غبرګونونه راڅرګند شوي دي.

د افغانستان پخوانی صدر حامد کرزی چې په کابل کې دی، یو بیان جاري کړ او د پاکستان د وزیراعظم دا وینا یې افغانانو ته "توهین" او "د افغانانو ترمنځ د تفرقه بازۍ هڅه" وبلله.

د ښاغلي کرزي په بیان کې ویل شوي چې د پاکستان حکومت دې "د افغانستان پر خلاف له تبلیغ او زموږ په کورنیو چارو کې له لاس وهنې په کلکه ډډه وکړي".

ښاغلي کرزي دا هم ویلي چې پاکستان دې په نړېوالو ناستو کې "د افغانستان په نمایندگۍ خبرې ونکړي."

په برطانیه کې یوه افغانه پښتنه سیاسي کارکنه، پیمانه اسد وایي چې عمران خان کوشش کوي د افغانستان ثقافت داسې وښایي چې ګني د جینکو د تعلیم ضد دی.

پیمانه اسد پخپل ټویټر لیکلي: "د پاکستان وزیراعظم عمران خان په او آی سي کې دا خبرې چې (ګني) «د جینکو د تعلیم نه انکار، افغان ثقافت دی»، د طالبانو له اړخه د جینکو په تعلیم باندې د پابندۍ جائز ګرځول دي. په اسلام کې، زمونږ دین هم جینکو او هم هلکانو ته تعلیم غواړي. عمران خان یو غیراسلامي عمل جائز ګرځول غواړي."

د افغانستان د پخواني حکومت یوې چارواکې حسنا جلیل ویلي: "د یوې افغانې په حیث، زه هېڅ نه پوهېږم چې عمران خان د کومو افغاني روایاتو (رواجونو) خبره کوي؟ بهتره دا ده مخکې تر دې چې هغه د افغانستان په اړه وغږیږي، اول دې ځان ورباندې وپوهوي. هغه یوازې ځان شرموي."

د امریکا د نبراسکا پوهنتون د افغانستان د مطالعاتو څانګې مشر شېرجان احمدزي ویلي چې عمران خان پخپلو خپرو، خپل نیکونه هم سپک کړي دي. شېرجان احمدزي پخپل ټویټر لیکلي: "د او آی سي په غونډه کې د پاکستاني وزیراعظم عمران خان دا خبرې چې جینکۍ تعلیم ته نه پرېښودل د افغان ثقافت برخه ده، هم افغانستان ته انتهایي بې عزتي ده او هم د هغه (عمران خان) نیکونو ته چې پخپله افغانان و."

افغانې خبریالې ملالۍ بشیر بیا د هغو نارینه و یادونه کړې چې پښتنو سیمو کې یې د جینکو د تعلیم دپاره جد و جهد کړی دی. ملالۍ بشير یوه ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي: "دغه نارینه اتحادیان، د افغانستان د کلیوالي جنوبي سیمو څخه دي چې تر ټولو وړاندې د جینکو د تعلیم په ملاتړ راووتل. هغوی اوس هم خپل اهم جاري ساتي. عمران خان دې دا ويډیوګانې وګوري."

پښتون سیاستوال او څېړونکی افراسیاب خټک هم په عمران خان کلک تنقید کړی او لیکلي یې دي: "او آی سي کې د عمران خان وینا، د ډیورنډ لاین دواړو غاړو ته مسلط شوی د افغان/پښتون ضد طالبانایزېشن استعماري فطرت – د تعلیم یافته او تحصیلکرده خلکو قتلېدل او د جینکو په تعلیم پابندي - نور هم بربنډه کوي."

یاده دې وي چې د افغانستان د سیاسي حالاتو او حتی د ټولنیزو او قامي مسایلو په اړه د عمران خان څرګندونې، مخکې هم غبرګونونه راپارولي و. د بي بي سي یو خبریال حفیظ الله معروف پخپل ټویټر د عمران خان پخوانیو جنجالي خبرو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي:

طالبانو تر اوسه د عمران خان څرګندونو ته هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

د آی او سي په غیرمعمولي ناسته کې چې د اتوار/یکشنبې په ورځ اسلام آباد کې جوړه شوې وه، د افغانستان د استازي رسمي څوکۍ تشه وه، او د افغانستان ملي بېرغ (تور، سور، زرغون) ورته کېښودل شوی و. د طالبانو خارجه وزیر امیرخان متقي هم په ناسته کې موجود و، خو د افغانستان د نماینده د تشې څوکۍ نه لېرې ورته ځای ځانګړی شوی و چې مخ ته یې صرف د امیر خان متقي نوم لیکلی و.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG