د نړیوالې مالیاتي ادارې(آي ایم ایف) د اجراییه بورډ تر 29 م اپرېل د غونډې مهال ویش خپور کړل شوی خو ددې غونډې له ایجنډې د پاکستان اقتصادي ارزونه بهر ساتل شوې ده.
تر دې وړاندې پاکستان هېله درلوده چې د آي ایم ایف د اجراییه بورډ غونډه کې به د پاکستان د اقتصادي ارزونې منظوري ورکړل شي اؤ تر هغې وروسته به دغه نړیواله مالیاتي اداره پاکستان ته د پور د پاتې پیسو نه د 1.1 ارب ډالرو وروستی قسط هم ورکړي.
د پاکستان اؤ آي ایم ایف ترمنځ مامورینو په کچه تړون په 20م اپریل ترسره شوی ؤ.
د آي ایم ایف د اجراییه بورډ له لوري د پاکستان د اقتصادي ارزونې له منظورۍ وروسته چې کله نړیواله مالیاتي اداره پاکستان ته د 1.1 ارب ډالرو وروستی قسط ورکړي نو دې سره به د پاکستان اؤ آي ایم ایف د 3 اربه ډالرو د لنډ مهاله پور پروګرام سرته ورسیږي.
تر دې وړاندې د اپریل په وروستیو کې د پاکستان په معامله د آي ایم ایف د اجراییه بورډ د غونډې رابلل کېدو احتمال ښودل شوی ؤ اؤ د پاکستان د خزانې وزارت ویلي وؤ چې پاکستان د پور د پروګرام د وروستي قسط ترلاسه کولو لپاره ټول اهداف ترسره کړي دي اؤ مامورینو په کچه له تړون وروسته به د جایزې مشن پاکستان ته د وروستي قسط د پېسو ورکولو سپارښتنه وکړي.
د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په 16م اپریل واشنګټن کې خپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې سره د اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام لپاره د اربونو ډالرو د پور په یو نوي تړون خبرې پېل کړې دي.
هغه ویلي وؤ چې آي ایم ایف سره د پور د روان پروګرام د تړون په اساس هیله ده چې پاکستان ته به د 1.1 ارب ډالرو وروستی قسط د روانې میاشتې تر پائ منظور کړل شي اؤ ددې ترڅنګ پاکستان د اربونو ډلرو د اوږدې مودې د پور په یو نوي پروګرام خبرې پېل کړې دي.
نوموړي ویلي وؤ د پور موجوده پروګرام به اپریل کې پائ ته ورسیږي اؤ مئ کې بیا آي ایم اف سره د قرض د یو نوي تړون امید شته.
پېښور(وي او ای ډیوه) —
1
Forum