لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند د پوځ مشر: د پاکستان له اړخه چلینجونو ته آماده یو، هیڅ تشویش نلرو


د هند د پوځ مشر، بپین راوت
د هند د پوځ مشر، بپین راوت

د هند پوځ وایي چې د پاکستان له اړخه د هر ډول چلینج جوابولو ته تیار دی او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د پاکستاني ځواکونو تحرکاتو یا خوځښتونو ته اندیښمن ندی.

د هندي پوځ مشر بپین راوَت د نهې/سې شنبې په ورځ هندي رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې په جمو او کشمیر کې د لاین آف کنټرول بلې غاړې ته په دې وروستیو څو ورځو کې د پاکستاني پوځ د اضافي قوتونو ځای پر ځای کېدل "عادي خبره" ده.

د بپین راوت په وینا، هر هیواد احتیاطي گامونه اوچتوي او دې کې د تشویش کومه خبره نشته.

د هند د پوځ مشر زیاته کړه: "تر هغه ځایه چې د پوځ خبره ده او د خدماتو خبره ده، که چیرته څه غلط پیښیږي، نو مونږ همیشه آماده یو."

جنرال راوت دا هم وویل چې د تشدد د نه رامنځته کیدو انتخاب، د پاکستان په لاس کې دی، "که دښمن وغواړي چې اېل او سي بیا بحاله کړي، دا په هغه پورې اړه لري.

هندي رسنیو دا هم ویلي چې د هغه هیواد پوځ د لاین آف کنټرول په اوږدو کې تیارسی یا آماده باش حالت کې دي.

بل پلو، دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه هم د کور کمانډرانو کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي و چې پوځ دکشمیر په ستونزه دخپل مسولیت پوره کولو دپاره تر هر بریده تللی شي.

تیره هفته مطبوعاتو ته د اوونیز احوال ورکولو په وخت د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي و وزیراعظم عمران خان د هند د غیرقانوني ګامونو په ضد د هرې لارې د خپلولو امر کړی اؤ هند ته وایو چې باید له هر ګامه وړاندې سوچ وکړي.

د ډاکټر فیصل په وینا “مونږ مسلمانان یو ،له هیڅ یو شي نه ویریږو ، دویرې ټکی زمونږ لغت کې نشته خو هند چې څه هم کوي باید ۲۷مه فروري په یاده وساتي”

که څه هم د دوو ایټمي سیالانو ترمنځ د بیا جنگ پیلیدلو امکان اوس لیرې ښکاري، خو د ځینو څیړونکو له نظره دا ویره شته چې په سیمه کې به د تشدد او چاودنو ځیني پیښې رامنځته شي.

په همدې حال کې په امریکا کې د پاکستان سفیر ویلي دا امکان شته چې ملک یې د افغانستان سره د خپل گډ سرحد له غاړې، پوځي ځواکونه د کشمیر سرحد ته انتقال کړي، او ښایي په دې سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې هم متاثره شي.

په امریکا کې چاپیدونکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې چې په واشنگټن کې د پاکستان له سفیر، اسد مجید خان سره مرکه کړې، لیکلي چې اسد مجید خان د کشمیر او د افغانستان د مسئلو پر بیلوالي ټینگار کړی او ویلي دي چې هڅه نه کوي دا دوه مسئلې سره وتړي.

هغه هیله هم ښودلې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې کامیابه شي، او پاکستان د دې خبرو د کامیابیدو دپاره تر خپلې وسعې هلې ځلې کوي.

مگر دا یې هم ویلي چې که د کشمیر پر سر یې له هند سره جنجال زیات شي او حالات خراب شي، بیا نو پاکستان مجبوره دی چې خپل پوځونه د کشمیر لوري ته ولیږي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG