د پاکستاني طالبانو پخواني ترجمان او په پېښور کې د سکول په ماشومانو باندې د ترهگرې حملې پړه منونکي احسان الله احسان ویلي هغه د پاکستاني استخباراتي ادارو د قید نه په تښتېدو کې کامیاب شوی دی.
په سوشل میډیا باندې خپور شوی یو پېغام کې یو تن ځان د احسان الله احسان په نامه یادوي او په پېغام کې د تښتېدو د دعوې سره دا گواښ هم ورکوي چې ډیر زر به د پاکستاني پوځ او د هېواد د استخباراتی ادارو د منصوبو نه پرده لرې کړي. هغه وايي سږ کال د جنورۍ په ١١ نېټه د پاکستان د ولکې نه په وتلو کې بریالی شوی دی.
د پاکستان پوځ او یا د پاکستان حکومت په سمدستي ډول لا څه نه دي ویلي چې ایا په ریښتیا هم احسان الله احسان د پاکستان د ولکې نه وتلی دی.
د پاکستان پوځ د ٢٠١٧ د اپرېل په میاشت کې دا خبره منلې وه چې احسان الله احسان د هېواد امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی دی او د دوی په ولکه کې دی. د دې ورسته احسان الله احسان د قید په مهال د پاکستان جیو ټېلې وژن سره مرکه هم کړی وه. په دغه مرکه تنقیدونه شوي وو چې احسان الله احسان پکې ښه تازه ښکاري او د زندان کومه پرېشاني یې په مخ نه لیدل کېږي.
په اډیډیو پېغام کې احسان الله احسان نومې تن وايي پاکستاني ادارو ته د ځان سپارلو نه پس یې د هغوی سره کړې معاهدې پابندي کوله خو پاکستاني ادارو د لوظنامې خلاف ورزي کوله. د دې وروسته، احسان الله احسان وايي، هغه د تښتېدو منصوبه جوړه کړه او د ٢٠٢٠ د جنورۍ په ١١ نیټه په وتلو کې کامیاب شو.
د جنورۍ په ١٨ نېټه د هندوستان "دي سنډی گارډین" نومې ورځپاڼې په خپله انټرنېټ پاڼه د پاکستاني سرچینو له قوله د احسان الله احسان د تښتېدو خبر شائع کړو. په رپورټ کې ویل شوې چې د احسان الله احسان د تښتېدو وروسته د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په مومندو کې د هغه په پلرني کلي، بر ساگي، کې چاپه وهله او د هغه پلار شیرمحمد، ورور شفیق او د هغه تره شیر بادشاه یې ونیول چې د احسان الله احسان په اړه معلومات ترلاسه کړي.
دي سنډی گارډین وویل د احسان مېرمن او د هغه دوه لوڼه پټ دي او درک یې نه معلومېږي.
په اډیو پېغام کې دغه تن وايي چې د کال ٢٠١٧ د فېبرورۍ په میاشت کې یې د معاهدې دلاندې خپل ځان "د پاکستان خفیه ادارو ته حواله کړی و."
حکومتي چارواکو او نه هم د غږ پېژندنې ماهرینو تر اوسه د دې خبرې پخلی نه دی کړی چې ایا پېغام ورکونکی تن په ریښتیا هم احسان الله احسان دی؟ خو په پېښور کې چې کومو خبریالانو د احسان الله احسان دغه اډیو پیغام اورېدلی دی، وايي دا هم د هغه غږ دی. په فېس بک چې د کومې ايي ډي نه دا پېغام خپور شوی، هم په دغه پاڼه به احسان الله احسان د نیول کېدو وړاندې د خپلو فعالیتونو دعوې کولې.
احسان الله احسان په کال ٢٠١۴ کې د پېښور په ارمي پبلېک سکول او په سوات کې په ملاله یوسفزۍ د طالبانو د حملو ذمه واري منلې وه. د پېښور په سکول په حمله کې د ١۴٠ نه زیات کسان وژل شوي دي چې زیاتره پکې ماشومان وو.
د پاکستان حکومت ویلي وو د پېښور په ارمي پبلک سکول د پاکستان "ناین الېون" پېښه بللې وه.
د پېښور په ارمي پبلک سکول د وژل شویو ماشومانو مېندو او پلرونو د پېښور هايي کورټ ته خواست کړی و چې احسان الله احسان دې عدالت ته وړاندې او سزا کړی شي.
په دغو مېندو پلرونو کې فضل خان هم دی چې زوی په ارمي پبلک سکول کې وژ شوی او چونکی خپله وکیل یا قانون پوهه دی نو هايي کورټ ته به د احسان الله احسان د سزا دپاره خواست کې حاضرېدو.
د احسان الله احسان د اډیو پېغام په اړه یې د وي ای ای ډیوه ته وویل چې د پخواني طالب ترجمان نیول کېدل یوه "ډرامه" وه، هغه د پاکستان امنیتي ادارو د هندوستان خلاف د تبلیغاتو دپاره نیولی او بیا مطبوعاتو ته پیښ کړو او هغه ته یې د سزا ورکولو هیڅ اراده نه وه. فضل خان وویل د پوځ لوړ رتبه چارواکو په سکول د وژل شویو مېندو او پلرونو ته د هغوی د بچو "قاتل" ور وښودلو" خو د هغه سره وعده شوې وه چې هغه به نه سزا کېږي.
په سوات کې په ملاله یوسفزۍ د طالبانو حمله په نړیواله کچه وغندلی شوه او بالاخر ملالې ته د امن نوبل انعام ورکړی شو.