لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوی اپریشن "ردالفساد" ځکه چې "ضرب عضب" ناکامه شو؟


په ټویټر د ډاکټر تقي ردعمل
په ټویټر د ډاکټر تقي ردعمل

پاکستان وايي له ترهګرۍ څخه د پاتې خطر د مخنیوي لپاره یې د ردالفساد په نامه نوي عملیات پیل کړیدي خو دا یې نه دي ویلي چې په ۲۰۱۴ میلادي کال د ضرب عضب په نوم چې کوم عملیات پیل شوي وو اوس به هم دوام لري او که څنګه؟ نه پکې پکې دا سپینه شوي چې د ترهگرۍ پرضد د پاکستان لانجمنه تگ لاره کې هم بدلون شوی او که نا؟

همدارنګه پوځي چارواکو دا نه دي ویلي چې نوي عملیات به تر پخوانیو عملیاتو څومره جلا وي. خو دوه نوي ټکي لري یو دا چې پنجاب صوبه کې رینجرز عملیات کوي او بل د افغان پولې سمبالښت لپاره به گامونه اخلي.

آیا ضرب عضب ناکامه شو ځکه ردالفساد پیل کیږي؟

په امریکا کې میشت کارپوه ډاکټر تقي وایې د عملیاتو برسیره عملیات دا څرګندوي چې په تګلاره کې نیمګړتیاوې شتون لري او دا د ترهګرو په اړه ریاستي بیانیه ده.

هغه وايي "تر څو چې د ښو او بدو ترهګرو د توپیر تګلاره نه وي ختمه شوې او د اسلام اباد دښمن د کابل او نوي ډلي دښمن نه وي ګڼل شوی تر هغو نه په پاکستان کې ترهګري ختمه شي او نه به دا عملیات کومه پایله ولري."

ډاکتر تقي وايې پاکستاني پوځ ادعا کوي چې ضرب عضب عملیاتو کې یې تر ۳۵۰۰ پورې وسلوال او د هغوي قومندانان وژلي دي خو ولس پوښتنه کوي چې وژل شوي کسان څوک دي، نومونه یې څه دي، او د کوم ځای اوسیدونکی وو.

په تیرو دریو کلونو کې د وژل شویو ترهګرو پیژندګلوي نه ده شوې. نوموړي وویل هر نوی پوځي مشر ښکاره کول غواړي چې د ترهګرۍ پرضد یې څه نه څه کړیدي خو د افغانستان او هندوستان دښمنانو ته به د پخوا په ډول سرپرستي ترلاسه وي.

ردالفساد عملیات به چیرې کیږي؟

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال پیرزبیر شاه اندیښنه څرګنده کړه چې دعملیاتو نوم به نوی وي خو سیمې، هدفونه او طریقې به یې زړې وي.

ده وړاندې وویل چې یوځل بیا به پښتانه او د پښتنو سیمې له یوه نوي ناورین سره مخ شي او کورونه به یې بمبار او خلک به یې به کوره شي خو د ستونزې اصلي سبب (مفکوره) به په ځای پاتې وي.

هغه وايي په کال ۲۰۱۴ کې د ضرب عضب عملیاتو په وخت ویل شوي وو چې دا به د ټولو عملیاتو مور وي خو له درې کاله تیریدو وروسته نه ترهګري ختمه شوې او نه هم عملیات پای ته رسیدلي.

په ټویټر په نوي پاکستاني اپریشن یو بل نظر
په ټویټر په نوي پاکستاني اپریشن یو بل نظر

دده په وینا تر څو په پنجاب کې د ترهګرۍ مرکزونه، سازمانونه او مفکوره نه وي ختم شوي نو د نیو عملیاتو پایلې به له نورو څخه بیلې نه وي.

د پاکستان پوځ وايې چې نوي عملیات به د هیواد په ټولو برخو کې کیږي خو په اعلامیه کې یوه خبره ډیره روښانه ده چې په پنجاب ایالت کې به دغه عملیات رنجرز یا نیمه پوځي ځواکونه کوي.

له بلې خوا مرکزي حکومت هم سملاسي د عملیاتو وخت وټاکه او تر یوه امر لاندې یې رنجرز ځواکونو ته تر دوو میاشتو پورې د عملیاتو اجازه ورکړېده.

د نوي عملیاتو سټراټیژي:

پاکستان تر دې وړاندې په جنوبي وزیرستان کې د راه نجات، درغلم، بیا درغلم او په سوات کې د راه راست او شمالي وزیرستان او خیبر ایجنسۍ کې د ضرب غضب په نومونو پوځي عملیات ترسره کړي چې پکې بمبارۍ هم شویدي.

پدغو عملیاتو کې تر یو میلیون زیات کسان بې کوره شویدي خو د پوځ اعلامیه وایې چې د ردالفساد په نامه عملیاتو کې به د پخوانیو عملیاتو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.

اعلامیه زیاتوي په ورته وخت کې به د هوایې ځواک، سمندري ځواک او د ځمکني پوځ ترڅنګ به ولسي امنیتي ادارې هم برخه اخلي او دا به د ترهګرۍ پرضد د ټولو ادارو ګډ عملیات وي چې پکې د سرحدونو انتظام هم شامل دی.

نور ایالتونه لا پټه خوله دي او پوځ هم د عملیاتو کړه وړه نه دي څرګند کړي البته ځینې څیړونکي پدې نظر دي چې د بلوچستان، خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې به دغه عملیات د هوايي ځواک په ملاتړ ځمکنی پوځ ترسره کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG