لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشرف په فیصله کې عدالت د مذهب، انسانیت او تهذیب نه بهر ټکي استعمال کړي، پوځ وايي


پرویز مشرف
پرویز مشرف

د پاکستان پوځ خپل پخواني مشر پرویز مشر ته د غدارۍ په الزام د مرگ سزا اوریدل کېدو په اړه ویلي عدالت چې د مشرف په فیصله کې کوم الفاظ استعمال کړي "د انسانیت، مذهب، تهزیب" نه بالاتر دي.

مشرف ته د مرگ سزا په اړه د پوځ دغه ورستی دریځ پوځي ترجمان مېجر جنرل اصف غفور د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو خصوصي خبري غونډه کې ښکاره کړو.

جنرل غفور وویل پوځ چې کوم "خدشات" یا ویرې لرلې د عدالت په تفصیلي فیصله کې څرگندې شوې.

مشرف ته د غدارۍ په الزام سزا اورونکي خصوصي عدالت خپله تفصیلي فیصله د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اعلان کړه. د خصوصي عدالت درې کسیزه ډلې دوو غړو مشرف ته د مرگ سزا حمایت او یو جج یې مخالفت کړی.

دپاکستاني رسنیو له مخې دا ټوله پرېکړه په ۱۶۹ پاڼو لیکل شوې چې پکې دوؤ قاضیانو دپېښور هائیکورټ سیټهـ وقار اؤ دلاهور هائیکورټ شاهد فضل مشرف په ضد خپله پرېکړه په ۲۵ؤ اؤ سندهـ هائیکورټ جج نزیر اکبر خپله اختلافي یادګیرنه په ۴۴ؤ پاڼو لیکلې ده.

دمحکمې دوؤ قاضیانو سیټهـ وقار اؤ شاهد فضل پخپله پرېکړه کې لیکلي چې جنرال ریټائرډ پرویز مشرف دائین سره غداري کړې ده، په هغه دائین ماتولو،د وکیلانو دنظارت لاندې دساتلو اؤ بیړني وضعیت په ځائ کولو جرمونه ثابت شوي ځکه نو هغه ته دې د تیزندۍ سزا ورکړل شي اؤ ترهغې دې په دار ځوړند وساتل شي ترڅو چې ترې ساه نه وي وتلې.

دپېښور هائیکورټ مشر قاضي سیټهـ وقار په پرېکړه کې لیکلي چې که په دار له خیژولو وړاندې پرویز مشرف مړ شي نو دهغه مړی دې په اسلام اباد کې د پارلېمنټ مخې ته ډي چوک کې تر درېوؤ ورځو ځوړند وساتل شي خو قاضي‌ شاهد کریم بیا دقاضي وقار د دې نکتې سره اختلاف ښکاره کړی دی.

پوځي ترجمان اصف غفور وویل خبري غونډې ته وویل پوځ د ملک او د خپلې ادارې وقار او احترام په پرځای ساتي. هغه وویل د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه او د وزیراعظم عمران خان د مشرف په اړه د عدالت په فیصله تفصيلي خبرې کړې دي چې تفصیلات به یې د وزیراعظم دفتر مطبوعاتو ته ښکاره کړي.

د جنرل اصف غفور د خبري غونډې نه وړاندې هم پوځ د مشرف خلاف د عدالت فیصله غندلې وه او په یو بیان کې یې ویلي وو د پوځ په صفونو کې د عدالت په فیصله غصه او درد راپارېدلی دی. په بیان کې وویل شو چې عدالت مشرف ته د صفايي موقع نه وه ورکړې.

په مطبوعاتو خپور شوي یو ډویو کې مشرف هم وايي عدالت هغه ته د سپېناوي موقع نه وه ورکړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG