لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شیخ رشید وایي،پوځ زیات په قهر دی،هیواد کې حالات په خرابېدو ویني


په پاکستان کې دمحکمې لخوا پخواني پوځي سرلښکر جنرال(ر) پرویز مشرف ته دمرګ له سزا اورول کیدو وروسته دطاقتور پوځ غصه راپاریدلې اؤ حکومت هم دپوځ په ملګرتیا دعدلیې په پرېکړو دناخوښۍ څرګندونې کوي.

دپاکستان دمرکزي حکومت یو وزیر شیخ رشید احمد وایي تر دې دمخه یې پوځ کله هم دومره په قار نه دی لیدلی اؤ داسې ښکاري چې حالات په خرابېدو دي.

ائین سره دغدارۍ په مقدمه کې دنهې په ورځ دپاکستان یوې ځانګړې محکمې دهیواد پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف ته دمرګ سزا اورولې وه چې پوځ په دې پرېکړه سخته غصه اؤ خفګان ښودلی اؤ ویلي یې دي پرویز مشرف دهیواد دپاره جنګونه کړي،هغه غدار نه دی.

په پاکستان کې دا لمړی ځل دی چې پوځ دخپل پخواني مشر په پلوۍ دعدلیې دپرېکړې په ضد په ډاګیز ډول میدان ته راوتلی اؤ هم حکومتي مشران د پوځ په پلوۍ ولاړ دي.

دچهارشنبې په ورځ دپاکستان د ریلوی مرکزي وزیر شیخ رشید پیندۍ کې یوې دستورې ته خپله وینا کې ویلي هغه ویني چې حالات د خرابېدو په لوري روان دي ځکه چې تر دې دمخه یې پوځ کې کله هم دومره غصه نه وه لیدلې.

شیخ رشیخ زیاته کړې چې کومو خلکو هیواد لوټلی هغوئ نه هیڅوک دپوښتنې نشته اؤ کوم سړي چې په سیاچن اؤ کارګل د فتحې بیرغونه رپولي وؤ هغه نه پوښتنې روانې دي.

هغه وایي پاکستان کې ډيره لویه ګډوډې ویني دحالاتو ښه کولو دپاره به دترخو روئیو نه تیریدل وي.

په عین حال کې پاکستاني رسنۍ وایي‌ چې وزیراعظم عمران خان هم نن چهارشنبې په ماښام دخپل ګوند د کور کمیټۍ یا دمشرانو دشورا یوه مهمه غونډه رابللې ده چې پکې به مشرف ته د اورول شوې سزا راپدیخوا په پیدا شوي وضعیت غور کولی شي.

دپاکستان اتارني جنرل انور منصور پرون رسنیو ته ویلي وؤ چې دپرویز مشرف په ضد پرېکړه کې دتعصب نه کار اخستل شوی اؤ قانوني تقاضې پکې نه دي پوره کړل شي.

دپاکستان جیو ټي‌ وي د نهې په ورځ پخپله ویب پاڼه دپاکستان دسترې محکمې دمشر قاضي اصف سعید کهوسه له خولې لیکلي وؤ چې هغه ته دپرویز مشرف په دوسیه کې "دانه اچول شوې وه" خو هغه نه وه راپورته کړی.

د دانې اچولو مطلب لالچ یا رشوت ورکول دي خو دجیو ټي وي په خبر کې دا نه وه واضحه کړل شوې چې دسترې محکمې مشر ته دغه لالچ دچا لخوا ورکړل شوې ؤ.

دپاکستان د سائنس مرکزي وزیر فواد چوهدري نن پخپل یو بیان کې دمشر قاضي نه غوښتنه کړې چې باید دخپلو دغو خبرو سپیناوی وکړي اؤ دایې هم ویلي چې د مشرف په هکله پرېکړه به ډيرې بدې اغیزې ولري.

هغه ویلي ادارې باید د یو بل د ښکته ښودلو تاثر له مینځه یوسي.

خو د بشري حقونو نړيوال تنظيم (اېمنسټي انټرنيشنل) ويلي د پاکستان د پخواني پوځي امر پوځي امر پروېز مشرف سره باید دهغه د ټولو جرمونو حساب وشي.

اېمنسټي انټرنيشنل زياته کړې چې "څوک هم د قانون نه بالا نه دی او دا خبره د ډاډ ده چې په پاکستان کې تاريخ جوړ شي چې د پوځي جرنېلانو دپاره هیڅ رعايت نشته. د دې سره دا هم اړينه ده چې هغه ته د مرګ د سزا ورکولو نه وړاندې د بې پلوه مقدمې موقع ورکړی شي. د مرګ سزا ظالمانه او غېر انساني ده، دا د انتقام په معنی ده انصاف نه دی"

په پاکستان کې سياستوالو او مدني فعالانو پروېز مشرف ته د عدالت لخوا اورول شوې فېصلې ته تاريخي ويلي چې دا د جمهوریت د پياوړتیا ترڅنګ د عدالتونو د ازادۍ غمازي کوي خو پوځ بیا دریځ لري چې پرویز مشرف ته دځان دسپیناوي موقعه نه ده ورکړل شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG