لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په لاره د نيټو لپاره سپلايي پيل شوې


د ټرکونو کاروان د پاکستان دبلوچستان صوبې د سرحدي مقام چمن په لاره دزيارت په غرمه دافغانستان قندهار صوبې ته ورننوتى دى.
د ټرکونو کاروان د پاکستان دبلوچستان صوبې د سرحدي مقام چمن په لاره دزيارت په غرمه دافغانستان قندهار صوبې ته ورننوتى دى.

چارواکي وائي د اوؤ مياشتو د ځنډ څخه وروسته په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو لپاره دسامان وړونکو ټرکونو لمړى کاروان دافغانستان حدودو ته داخل شوى دى.
په عين حال کې د پاکستان خارجه دفتر وائي دنيټو دسپلايۍ دلارو بحالي دپارليمان دسفارشونو په رڼا کې شوې ده .
دټرکونو دغه کاروان دپاکستان دبلوچستان صوبې د سرحدي مقام چمن په لاره دزيارت په غرمه دافغانستان قندهار صوبې ته ورننوتى دى.
تيره ورځ دنيټو دسپلايۍ دلارو دپرانستو دباقاعده اعلان وروستو په سرحدي سيمه چمن دروانيدو لپاره دتيارو ولاړو کنټينرو لمړى دستاويزي کارروائي مکمل کړل شوې اودکسټم دچارواکو لخوا دکليئرنس وروستو بيادغه کنټينرې افغانستان ته روانې شوي دي.
ددريوؤ مياشتو څخه تر زياتې مودې روانو پاک امريکا مذاکراتو څخه وروستو پاکستان دنهې په ورځ په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو دسامان درسد لپاره دخپلو ځمکنو لارو دپرانستو اعلان کړى ؤ.
پاکستان دغه اعلان دامريکا دبهرنو چارودوزيرې هيلري کلنټن لخوا تير کال دنومبر په مياشت کې دمومند ايجنسۍ په سلاله نومې امنيتي پوسته دنيټو فضائي بريد کې د24ؤ پاکستاني پوځيانو په وژنه د معذرت کولو څخخه وروستو کړى.
دپاکستان دخارجه دفتر له لوري جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو دسامان درسد لپاره دهيواد ځمکنۍ لارې دپاکستاني پارليمان دسفارشونو په رڼا کې پرانستل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG