لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : د نيټو سپلايۍ کې به د خطرناکو وسلو د وړلو اجازه نۀ وي


د خارجه دفتر وياند معظم احمد خان اسلام اباد کې ميډيا سره د خبرو په مهال وويل امريکا په سلاله بريد پاکستان څخه په واضحه توگه بخښنه غوښتې ده .
د خارجه دفتر وياند معظم احمد خان اسلام اباد کې ميډيا سره د خبرو په مهال وويل امريکا په سلاله بريد پاکستان څخه په واضحه توگه بخښنه غوښتې ده .

پاکستان وئيلي دي په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو د سپلايۍ د لارو د پرانستو پريکړه په قومي گټه کې شوې ده.
د خارجه دفتر وياند معظم احمد خان اسلام اباد کې ميډيا سره د خبرو په مهال وويل امريکا په سلاله بريد پاکستان څخه په واضحه توگه بخښنه غوښتې ده .
دهغه وينا وه چې نيټو سره دمرستې پريکړه په قومي گټه کې شوې ده.
دخارجه دفتر وياند وويل دنيټو سپلايۍ کې به دکومو خطرناکو څيزونو وړلو اجازت نۀ وي.
دنيټو دسپلايۍ دلارو دقاعدې يا ضابطې په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې دخارجه دفتر وياند وويل هغه دمعلومولو وروستو وئيلى شي چې دغه لارې دکوم تړون لاندې پرانستل شوي که نه؟ خو دهغه وينا وه چې دواړه فريقه دنوؤ انتظاماتو لپاره هم کار کوي.
وياند وويل چې دپاکستاني ادارې په ضد داوسنو هندي تورونو غندنه کوؤ او دا مسترد کوؤ.
هغه دا هم وويل چې خارجه وزيره حنا رباني کهر به په 8مه جولا ئي ټوکيو کې دافغانستان په اړه کيدونکې غونډه کې گډون کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG