لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د قامي سلامتیه مامورین: د فاټا په خېبرپښتونخوا کې په ادغام مطمئین یو


افغانستان وايي پاکستان د افغان سرحد سره په یو اړخېز ډول اقدامات نشي کولی. په دې تصویر کې هغه ازغن تار لیدل کیږي چې پاکستان د افغانستان سره په پوله لگولی دی
افغانستان وايي پاکستان د افغان سرحد سره په یو اړخېز ډول اقدامات نشي کولی. په دې تصویر کې هغه ازغن تار لیدل کیږي چې پاکستان د افغانستان سره په پوله لگولی دی

د پاکستان د قامی سلامتیه ډلې یا نیشنل سکیورټي کمیټي د فاټا په خېبر پښتونخوا کې په شاملیدو د اطمینان څرگندونه وکړه.

د کمیټۍ غونډه د نهې، سه شنبې، په ورځ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې وشوه چې پکې د خارجه او د داخله وزیرانو ترڅنگ د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه، د استخباراتي ادارې ايي ایس ايي مشر جنرل نوید مختار، د هوايي پوځ مشر او د قامي سلامتیه سلاحکار ناصر جنجوعه او نور لوړ پوړي چارواکي موجود وو.

د غونډې په اړه د وزیراعظم عباسي ددفتر څخه جاري شوي بیان کې وویل شو چې د قامي سلامتیه چارواکو په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو او د فاټا په خېبر پښتونخوا کې په شاملیدو اطمینان څرگند کړو.

بیان وايي په غونډه کې ددې خبرې ستاینه هم وشوه چې د گلگت بلتستان ولس ته هغوی د ارزوگانو سره سم د کال ٢٠١٨ م د حکومت د امر دلاندې د هېواد د نورو برخو په رنگ مساوي حقونو ورکړل شو. بیان وايي دغه اقدامات به د هېواد د اینده دپاره غوره نتیجې ولري.

پاکستان د یو فرمان دلارې گلگت بلتستان ته د هېواد د نورو صوبو په رنگ درجه ورکړې ده. خو هند پاکستان ددې گام مخالفت کړی دی او وايي دغه سیمې د پاکستان برخه نه ده.

بلخوا افغانستان د فاټا په خېبر پښتونخوا کې د ادغام مخالفت کړی دی. افغانستان وايي د سیمې د اینده فېصله دې ځايي په خپله رای وکړي نه چې په یو اړخیزه توگه دوي د صوبې سره ورگډ کړی شي.

په فاټا کې د اصلاحاتو دپاره د پاکستاني حکومت د کمیټۍ مشر او پخواني خارجه وزیر سرتاج عزیز د فاټا په اړه د افغانستان تشویش رد کړی دی. د وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل فاټا په خېبرپښتونخوا کې شاملول د پاکستان داخلې معامله ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG