لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواب ایاز جوګېزی: که د حقونو غوښتنه گناه ده نو دغه گناه به هرو مرو کوم


نواب ایاز جوگېزی
نواب ایاز جوگېزی

نواب ایاز خان وویل په جنوبي پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې د غورځنگ په غوښتنه چې په گڼ شمیر څومره ځوانان راوتلي وو حکومت له هغه څخه ویریدلی او گمان کوي چې په ایف ايي ارونو او نیولو به ددغه ځوانانو حوصله ماته کړي، خو دا فکر یې غلط دی

د پښتونخوا ملي عوامي گوند مخکښ او د بلوچستان اسمبلۍ غړی نواب ایاز جوگیزی وايي د پښتنو د حقونو لپاره چې ځوانان څنگه راپورته شوي د هغوي مخنیوی حکومت په مقدمو باندې نشي کولی او نه ددوی فکر او ارادې کمزوري کولی شي.

نواب ایاز خان جوگېزي دا خبرې د ډیوه په لویه پښتونخوا پروگرام کې کړې دي.

هغه وویل حکومت چې ددوی پرضد اوس هر اقدام کوي له هغه څخه به د حقونو مبارزه لا نوره هم پیاوړې شي.

هغه وویل حکومت ډیره هڅه وکړې چې په رسنیو کې د پښتنو غږ خاموشه کړي خو ټولنیزو رسنیو باندې د پښتنو غبرگون حکومت لړزولی دی او اوس داسې گامونه اخلي چې ځوانان پریښانه کړي خو پښتنو ځوانانو هوډ کړی چې خپل حقونه به اخلي او نور به په قراره نه کښېني.

نواب ایاز خان وویل په جنوبي پښتونخوا (د بلوچستان په پښتني سیمو) کې د پښتون ژغورنې د غورځنگ په غوښتنه چې په گڼ شمیر څومره ځوانان راوتلي وو حکومت له هغه څخه ویریدلی او گمان کوي چې په ایف ايي ارونو او نیولو به ددغه ځوانانو حوصله ماته کړي، خو دا فکر یې غلط دی.

نوموړي وویل په پېښور کې په ٢٥ م مارچ کېدونکي د پښتون ژغورنې غورځنگ ته به نه یوازې په خپله ځي بلکې د سیمې مشران او ځوانان به هم له ځان سره ملگري کوي. ددې په وینا دغه مبارزه اوس ددریدو نه ده.

د بلوچستان د ژوب او کلا سیف الله د پولیسو په تاڼو کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په غونډو کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو پرضد د ویناوو په تور دغه مقدمې درج شویدي.

په دوو جلا-جلا درخواستونو کې د منظور پښتین، محسن داوړ، نواب ایاز خان، رضا محمد رضا، خان زمان کاکړ او نورو هغو کسانو پرضد مقدمې درج شوي، چې د مارچ په نهمه او لسمه یې په ژوب او قلعه سیف الله کې غونډو ته ویناوې کړي.

د قلعه سیف الله په تاڼه کې د درج شویو مقدمو په درخواست کې د غونډې د ویناوالو هغه خبرې راخیستل شوي چې ویل یې د ترهګرۍ تر شا د ریاست (پاکستان) لاس دی او د پښتنو پر سر یې ډالر او بهرنۍ مرستې اخیستې دي، د راو انوار په څېر د پېښور ارمي پبلک سکول او د کوټې د وکیلانو وژونکي (قاتلین) هم په جي ایچ کیو کې ناست دي او دا چې ریاست پښتانه او بلوڅان سره جنګوي.

په درخواست کې دا ټولې خبرې د پاکستان پرضد ګڼل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG