لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د وزیراعظم عمران خان د کرونا وایرس ټېست منفي ختلی 


عمران خان ته ډاکټرانو د کرونا وایرس ټېسټ مشوره پس له هغې ورکړه چې وزیراعظم د امدادي ادارې ایدهي فاونډېشن مشر فیصل ایدهي سره په اسلام اباد کې ملاقات وکړو. د فیصل ایدهي د کرونا وایرس ټېست مثبت ختلی

د پاکستان وزیراعظم عمران خان کرونا وایرس نه محفوظ دی او د وایرس دپاره ټېست یا ازموینه یې منفی ختلې ده.

د وي او ای اردو څانګې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په پاکستان کې د کرونا وایرس په اړه په خپله وېب پاڼه په تازه خبرونو کې د عمران خان د منفي ټېست ورکړو.

عمران خان ته ډاکټرانو د کرونا وایرس ټېسټ مشوره پس له هغې ورکړه چې وزیراعظم د امدادي ادارې ایدهي فاونډېشن مشر فیصل ایدهي سره په اسلام اباد کې ملاقات وکړو. د فیصل ایدهي د کرونا وایرس ټېست مثبت ختلی.

د عمران خان د کرونا وایرس منفي خبر تر څنګ په پاکستان کې په تېر شوا روز کې نور ۱۷ تنه د کرونا وايرس له امله مړه شوي، چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۲۰۹ لوړه شوې ده.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د افغان صدر اشرف غني ترجمان صدیق صدیقي وویل د اشرف غني او دهغه دمیرمن رولاغني د کرونا وایرس ټیستونه هم شوي دي چې پایلې يې منفي وې
د نهې، سه شنبې، په ورځ د افغان صدر اشرف غني ترجمان صدیق صدیقي وویل د اشرف غني او دهغه دمیرمن رولاغني د کرونا وایرس ټیستونه هم شوي دي چې پایلې يې منفي وې

او د نهې، سه شنبې، په ورځ د افغان صدر اشرف غني ترجمان صدیق صدیقي وویل د اشرف غني او دهغه دمیرمن رولاغني د کرونا وایرس ټیستونه هم شوي دي چې پایلې يې منفي وې.

تر دې وړاندې دارګ یوې سرچینې ویلي وؤ چې د چارود ادارې شاوخوا ۲۰ تنه مامورین دکرونا وایرس ناروغۍ وهلي دي.

په امریکا کې د صدر ډانلډ ټرمپ هم د کرونا وایرس ټېسټ شوی و چې منفي و.

د برطانيي وزیراعظم بورس جانسن کرونا وایرس ناروغه کړی و، په قرنطین کې یې ورځې شپې تېرې کړې خو اوس صحت یاب شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات د سیند په غاړه جشن سوات
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG