لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم پاکستان کې دې ډرون بريدونه اودرولو غوښتنه کړې


 رچرډ اولسن زياته کړه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې چې دپاکستان اولس کومې قربانۍ ورکړي امريکا دهغې قدر کوي
رچرډ اولسن زياته کړه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې چې دپاکستان اولس کومې قربانۍ ورکړي امريکا دهغې قدر کوي
دزيارت په ورځ اسلام اباد کې په پاکستان کې دامريکا سفير رچرډ اولسن سره ديوې ليدنې په مهال دپاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف پاکستان کې دډرون بريدونو داودرولو غوښتنه کړې ده.
ددغه غونډې په مهال په پاک امريکا اړيکو خبرې اترې شوي دي.
دسرچينو ترمخه دليدنې په مهال وزيراعظم راجه پرويز اشرف دډرون بريدونو په اړه دانديښنې څرگندونه وکړه او وې وئيل چې دغه بريدونه زيانمن او غيرموثره دي.
هغه دپاکستان په خاوره دډرون بريدونو داودرولو غوښتنه وکړه.
وزيراعظم وويل دترهه گرۍدخاتمې دپاره بايد متبادلې لارې چارې خپلې کړل شي.
ښاغلي پرويز اشرف زياته کړه پاکستان دترهه گرۍ دخاتمې لپاره جگړه کوي او تر هاغې به په ارام نۀ کښيني ترڅو چې يې برياليتوب نۀ وي ترلاسه کړى.
امريکائي سفير اولسن دراجه پرويز اشرف لخوا دڅرگندو کړل شوؤ انديښنو نوټ واخستو او هغه ته يې باور ورکړو چې په دغه اړه به امريکائي چارواکي خبرولى شي.
رچرډ اولسن زياته کړه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې چې دپاکستان اولس کومې قربانۍ ورکړي امريکا دهغې قدر کوي.
هغه دا هم وويل چې امريکا پاکستان سره پخپل مينځي درناوي بنياد لرونکې اوږدمهاله اړيکې غواړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG