لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مامورین وايي بلوچستان کې د پولیو ورستی کمپین په امن ترسره شوی دی


په قلعه عبدالله ضلع کې هم د پولیو په ضد کمپین په آمنیت سر ته ورسیدو. دکمپین پرمهال دجنگل پیرعلي زۍ کیمپ کې د افغان کډوالوو ماشومانو ته هم د پولیو څاڅکی ورکول شوي دي
په قلعه عبدالله ضلع کې هم د پولیو په ضد کمپین په آمنیت سر ته ورسیدو. دکمپین پرمهال دجنگل پیرعلي زۍ کیمپ کې د افغان کډوالوو ماشومانو ته هم د پولیو څاڅکی ورکول شوي دي

دافغانستان د پولې سره څیرمه دبلوچستان په پشین ضلعې د دری ورځني کمپین پرمهال د یولاک څخه زیاتوماشومانوته د پولیو دناروغی ضد څاڅکی ورکول شوي دي.

د پیشن ضعلې د صحت د څانگې مشر ډاکټرنصیب الله ترین وی او ای ډیوه ته وویل چی په هرکمپین کی د ۵ کلونو سه د کم عمر نزدې یو لاک ماشومانو ته د پولیو څاڅکی ورکول کیږي ددې نه علاوه په پنځه یونین کونسلونو کی د زنانه کارکونکو دلاری ماشومانو ته د پولیو پر ضد قطرې ورکول کیږي.

دانکاریانو په اړه ډاکټر نصیب الله ترین زیاته کړه چی انکاریان شته خواوس دوی تر ډیره ځایی پوری انکاریان کنټرول کړی دي. ددی مقصد لپاره بیلا بیلی ډلی کار کوي. نوم وړی امید څرګند کړو چی دټولو په مرسته به دوی د راتلونکی کال د مۍ دمیاستی پورې د پولیو ناروغي پاکستان نه په ختم ولو کی کامیاب شي.

بل لور ته په قلعه عبدالله ضلع کې هم د پولیو په ضد کمپین په آمنیت سر ته ورسیدو. دکمپین پرمهال دجنگل پیرعلي زۍ کیمپ کې د افغان کډوالوو ماشومانو ته هم د پولیو څاڅکی ورکول شوي دي.

د قله عبدالله د روغتیا مشر ډاکټر سلطان رودي په وینا چی په قلعه عبدالله کی د کمپین پرمهال د امنیت په باب څه ناوړه پیښه نه ده رامځنته شوي.

دنوم وړی په وینا چی د قلعه عبدالله په ۳۵ یونین کونسلونو کې څلویښت یونین کونسلونه زیات خطرناکه ټاکلی شوې دی.

داخبره دیادونی وړده چی دپاکستان مرکزی حکومت او څلور واړه صوبایی حکومتونو په کلکه پریکړه کړی وه چی هغه ټولو ماشومانو ته به داځل هرومرو د پولیو ضد څاڅکي ورکوي چی مخ کی به یه مندی اوپلرو انکار کولو.

داځکه چی سږ کال دهیواد په بیلابیلو برخوکی د پولیو دناروغۍ له امله تراوسه ۳۸ ماشومان معذوران شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG