لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بهټو د پاکستان سره خپلې بې سارې وفادارۍ له تېزندۍ ونه ژغورو


د کال ١٩٧٩ د اپریل په څلورمه نېټه د پاکستان وزير اعظم او د پيپلز گوند مشر ذوالفقار علي بهټو عدالت تېزندي کړو

د اپريل څلورم خو د د تاريخ په اوږدو کې ډيرې تاريخي پېښې لري خو دوه پېښې دي چې د امريکه او پاکستان په تاريخ کې ډېرې مهمې دي.

هم په دې ورځ په کال ١٩٦٨ کې د امريکه په ټېنسي ايالت کې د تور پوستو د بشري حقونو مبارز مارټر لوتهر کېنگ جونير د يو سپين پوستي د لاسه په ډزو ووژل شو. چې د امريکه د سر ښار واشېنگټن ډي سي په گډون يې په ډېرو ښارونو کې قهرژن غبرگون رامنځ کړی و. د کېنگ د وژنې په سر د راپورته شوي احتجاجونو له عمله يو شمېر خلکو ته مرگ ژوبله اوړېدلې وه او په لويه کچه چور تالان شوی و.

د څلورم اپريل دويمه غټه پېښه په کال ١٩٧٩ کې په پاکستان کې د ملک د وزير اعظم او د پيپلز گوند مشر ذوالفقار علي بهټو د عدالت لخوا تېزندي کول وو. ذوالفقار علي بهټو ته د خپل سياسي مخالف نواب محمد رضا قصوري د وژنې په تور د پاکستان سپريم کورټ د مرگ سزا اورولې وه چې د پیپلز پارټۍ په تېر حکومت کې د پاکستان د پارلمان د یو قرارداد کې "جوډیشل کلنگ" یا عدالتي قتل وگرځول شو.

په ملک کې پوځي مارشل لا وه او د جنرل ضيا الحق د ويرې د بهټو په مرگ چا غبرگون نه شو ښودلی. د هغه وخت پوځي حکومت د ذوالفقار علي بهټو مړی پټ په پټه د هغه په پلارگني ښارگوټي گړي خدابخش کې خاورو ته سپارلی و.

د کال ١٩٧٧ د سياسي اړي گړي په ترڅ کې د پوځ مشر جنرل ضيا الحق پوځي مارشل لا لگولې وه او د حکومت اختيار يې په خپلو لاسو کې اخستلی و. د بهټو د اختيار نه د لرې کولو او بندي کولو نه وړاندې د پاکستان يو شمېر سياسی مشران يا خو وژل شوي وو او يا د سياسي مخالفت په بنياد په جېلونو کې بنديان کړل شوي وو.

په سياسي بنديانو کې د بلوچو او پښتنو مشران هم د ملک سره د غدارۍ په تور ذوالفقار علي بهټو نيولي وو او د ملک په بېلا بېلو جېلونو کې پراته وو. د خان عبدالولي خان په مشرۍ جوړ گوند نېشنل عوامي پارټي هم غير قانوني گرځول شوې وه.

څېړونکي وايي د بهټو او د هغه د ملاتړي پوځي او پنجابي اېسټیبلېشمنټ په سياسي تېروتنو کې تر ټولو غټه تېروتنه د بنگال د پاکستانيانو جمهوري حق نه منل وو چې بالاخره دغه شخړه د پاکستان په ماتېدلو پاې ته ورسېده.

د ١٩٧٠ په انتخابونو کې د شېخ مجيب الرحمان گوند عوامي ليگ په بنگال يا مشرقي پاکستان کې واضح اکثريت گټلی و چې د مغربي پاکستان په پنجاب او سند صوبو کې پيپلز پارټۍ او په بلوچستان او صوبه سرحد کې نيشنل عوامي پارټۍ اکثريت څوکۍ گټلې وې. د نتيجو تر مخه پکار وه په پاکستان کې د مرکزي حکومت واگې شېخ مجيب الرحمان ته ورکړل شوې وی خو پنجاب او خپله بهټو دغه ته تيار نه وو.

بله غټه تېروتنه يې د بلوچو او پښتنو منتخب حکومتونه ړنگول وو. ذوالفقار علي بهټو په بلوچستان کې د نیشنل عوامي پارټۍ منتخب حکومت په دې پلمه د اختيار نه لرې کړو چې دغه حکومت د هغه وخت د ايران بادشاه رضا شاه پهلوي ته د منلو وړ نه دی.

د دغه فېصلې په غبرگون د نېشنل عوامي پارټۍ او جمېعت علما اسلام د هغه وخت په صوبه سرحد کې له گډ حکومته استعفا ورکړه او سياسي تحريک يې پيل کړو. په ملک کې اړی گړی رامنځ ته شو چې په نتيجه کې يې بلوچو وسله واله مبارزه شروع کړه او د نېشنل عوامي پارټۍ غړو د حکومت په ضد پټ عمليات پيل کړل.

په کال ١٩٧٧ کې په ملک کې بيا عام انتخابونه اعلان شول. يو خوا د پيپلز گوند و او بل لور د بهټو د پيپلز گوند په ضد د پاکستان يو شمېر لويو وړو گوندونو انتخابي اتحاد جوړ کړو. د انتخابونو نتیجې د اتحاد لخوا رد کړل شوې او په لويه کچه احتجاج او لاريونونو جنرل ضيا الحق ته موقع برابر کړه چې په اقتدار قبضه وکړي.

د جنرال ضيا په اقتدار قبضه په اصل کې د دريو مياشتو د پاره وه خو هغه په سياسي چل ول او د پوځ په بشپړ ملاتړ د يولس کالو پورې د اسلام اباد په تخت تاست پاتې شو.

XS
SM
MD
LG