لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر زرداري صدارت نه رخصتي، کارمیابۍ او ناکامۍ


د صدر زداري ځائې ناست ممنون حسین دی چې د کراچۍ یو شته من کاروباري شخصیت دی او د پاکستان مسلم لیگ نون پارټۍ پلوې گڼلی کیږي
د صدر زداري ځائې ناست ممنون حسین دی چې د کراچۍ یو شته من کاروباري شخصیت دی او د پاکستان مسلم لیگ نون پارټۍ پلوې گڼلی کیږي
په نړي واله کچه او د کور دننه تاؤدو ترخو حالاتو کې د پاکستان مشري کولو او د هیواد په سیاسي تاریخ کې د خپل نوم لیکلو ورستو، صدر اصف علي زرداري د اتوار په ورځ په رسمي توگه اسلام آباد کې د صدارتۍ ماڼۍ نه رخصت شو.
ښاغلی زرداري د پاکستان په تاریخ کې وړمبی صدر دی چې کال ٢٠٠٨ کې د منتخب کیدو ورسته يي د صدارت پنځه کاله آئینې معیاد پوره کړو.
اسلام کې ایوان صدر نه د رخصیتیدو په وخت صدر زرداري د مخه ښه ویل رسمي دستوره وشوه چې پکې پوځي عسکرو پخواني صدر ته سلامي ورکړه.
د صدر زداري ځائې ناست ممنون حسین دی چې د کراچۍ یو شته من کاروباري شخصیت دی او د پاکستان مسلم لیگ نون پارټۍ پلوې گڼلی کیږي.

ټیلې ویژن سره مرکه کې د خپل سیاسي ائنده په هکله ښاغلي زرداري ویلې د رټائرمنټ ورستو د پاکستان پیپلز پارټۍ مشري کوي او د وزیراعظم جوړیدو کوشش به نه کوي.
که ناقدین او سیاسي مخالفین د صدرزرداري د صدارت په چوکۍ د هغه په کارکردگۍ ټکونه کوي او وايي څه اهمې کامیابۍ يي نه دي ترلاسه کړې خو د هغه پلویان هغه صوبو ته زیات اختیارات ورکونکې ائین کې د ١٨ ترمیم خالق گڼې.
هم د ښاغلي زرداري په صدارت کې د هغه وخت نارت ویسټ فرنټئیر پراونس ته خیبر پښتونخوا نوم ورکړی شو او هغه د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه یا جنرل اسمبلۍ کې خپله وینا کې د خیبر پښتونخوا نوم اخستی وو.
صدر زرداري قبائیلي سیمو کې د برطانوي سامراج د وخت راهسې پرځائې د ایف سې ار قانون ختمولو او هلته د سیاسي اصلاحاتو اعلان وکړو خو قانون پوهان وايي اعلان شوي اصلاحات تر دا وخت په مکمله توگه نه دي عملي شوي.
د ښاغلي زرداري په صدارت کې پاکستان کې د سختې ترهگرۍ او د اقتصادي کړکیچ سره مخ وو.
د صدر زرداري په دور کې په نړې واله کچه پاکستان د نازکو حالاتو ته تیر شو. امریکې او نړې والې ټولنې سره د پاکستان تعلقات کې سخت زیر او بم راغلو.
د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د اوسامه بن لادن د وژل کیدو، لاهور کې د امریکې استخباراتي ادارې سې ايي ای سره په مشکوکه کاروکونکې ریمنډ ډیوس د لاسه د دوو پاکستاننیانو د وژل کیدو او په مومندو کې د پاکستان په سرحدي پوسټ د نیټو برید په نتیجه کې د پاکستان او امریکا تعلقات د تاؤ تریخوالي ښکار شو.
د امریکې خصوصي ځواکونو په کاروائي کې د بن لادن د وژل کیدو ورسته نه یواځې پاکستان کې دننه بلکه په نړي واله کچه هم ترهگرۍ خلاف جنگ کې د پاکستان په نیت او کردار او د پاکستان د امنیتي ځواکونو په صلاحیت پوښتنې راپورته شوي.
صدر زرداري ددغه ټولو حالاتو نه تیر شو. خپله د هغه د استعفا د پاره هم غوښتنې کیدې خو مخالفین هغه د ځائې نه لرې کولو کې ناکامه شو.
مخالفین په صدر زرداري په لویه پیمانه بډو رشوتونو کې د ککړتیا او په غیرقانوني توگه دپیسو گټلو الزام لگوي. هم ددې په وجه هغه د مسټر ټین پرنسټ په نوم هم یادیږي یعنې په سرکاري لین دین کې د کیدونکو معاهدو باندې به يي ١٠ فیصد کیمشن جیب ته کوو.
په صدر زداري کال ٢٠٠٧ کې د خپلې کورودانې پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بهټو وژنه کې ککړتیا خبرې هم کیدې چې ثبوت شوی نه دی.
په سیاسي افق صدر زرداري کال ١٩٨٧ کې بې نظیر بهټو سره د واده ورسته شهرت ترلاسه کړو. کال ١٩٩٦ کې د بې نظیر بهټو حکومت ختمیدو ورسته د بډو رشتونو په الزام ونیول شو او د یو شمیر مقدمو سره مخ کړی شو خو د هغه پلویان وايي د هغه خلاف کیسونه په سیاسي بنیادونو شورو کړی شوي وو او کله د بډو رشوتونو کیسونه پې ثابت شوي نه دي.
کال ٢٠٠۴ کې د ازدیدو ورسته ښاغلې زرداري د هیواد نه بهر لاړ خو کال ٢٠٠٧ کې بې نظیر بهټو د وژل کیدو ورسته د پخواني صدر پرویز مشرف لخوا د این ار او قانون پرځائې کیدو پاکستان ته بیرته ستون شو.
پاکستاني ټیلې ویژن سره مرکه کې صدر زدراري دا تاثر رد کړی چې صدارتي چوکۍ پریښودو ورسته به د هیواد نه بهر ژوند کوي.
د هغه ترجمان سنیټر فرحت الله بابر مطبوعاتو ته ویلي صدارتي ماڼۍ نه رخصتیدو ورسته به ښاغلی زرداري به لاهور ته ځي او د هغه د کور سامان کراچۍ کې د هغه کور ته منتقل کړی شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG