لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتین: د پښتنو د عزت په اړه داسې قصې راته معلومې دي چې که یې ووایم غوسې به راوپاوریږي


د پیښور په جلسه کې د پي ټي اېم مشر منظور پښتین
د پیښور په جلسه کې د پي ټي اېم مشر منظور پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنگ یا پي ټي اېم مشرانو نن د پاکستان پر ریاست غږ وکړ چې له ضم کړای شويو قبایلي ضلعو څخه دې پوځ بیرته خپلو بارکونو (پوځي مرکزونو) ته واپس کړي. د پي ټي اېم لیډر، منظور پښتین په پیښور کې د دې غورځنگ جلسې ته وویل چې په پښتنو سیمو کې داسې قصې هم ورته معلومې دي چې د پښتنو ښځو د عزت په هکله دي او هغه نه غواړي چې جزییات یې اوس وړاندې کړي، که نه نو پښتانه به ډېر غوسه شي.

ښاغلي پښتین همدومره وویل چې هغه ته معلومه ده د سوات په پیتهاون هوټل او په ډېره اسماعیل خان کې څه تېر شوي دي. خو له دې زیات یې نور معلومات ورنه کړل.

په دې جلسه کې چې د ابراهېم آرمان لوڼي د څلویښتۍ په مناسبت نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د پیښور په رینگ روډ کې جوړه شوې وه، د پښتون ژغورنې غورځنگ زرگونو پلویانو پلویانو برخه اخیستې وه او د پښتنو د حقونو نارې یې وهلې.

جلسې ته د ارمان لوڼي خور، وړانگې لوڼي هم وینا واوروله.

بل پلو منظور پښتین پخپلې وینا کې وویل چې له ریاست څخه د هغوی مطالبې، پنځه نه بلکې شل مطالبې دي. د پي ټي اېم بل سرلاري او د قامي اسمبلې غړي، محسن داوړ وویل دوی حکومت ته څرگنده کړې چې که آئین عملي کړي، نو هیڅ د مذاکراتو حاجت به نشي پیدا. د خیبرپښتونخوا صوبائي حکومت په دې وروستیو کې د پي ټي اېم سره د مذاکراتو د پاره یوه کمیټه ټاکلې وه، خو دا مذاکرات ترسره نه شول، ځکه د پي ټي اېم په وینا، له دغسې کمیټې سره د دوی د مطالبانو د عملي کولو اختیار نشته.

د پي ټي اېم یوه بله مخکښې غړې، ثنا اعجاز په خپلو خبرو کې وویل چې پوځ باید په سوات او نورو قبایلي ضلعو کې د سرکاري ودانیو لکه سکولونو او کالجونو کار اخیستنه ختمه کړي. هغې زیاته کړه چې کله دوی خپل د حق غوښتنه کوي، نو ورباندې د خیانت الزامونه لگول کیږي.

د پښتون ژغورنې غورځنگ یو بل مشر، او د قامي اسمبلې غړي علي وزیر هم خبرداری ورکړ چې پښتانه به د خپلو حقونو د خاورې کېدو په وړاندې چوپ پاته نشي.

جلسه چې د غرمې وروسته پر یوه بجه پیل شوې وه، د ماښام تر اوو بجو پورې دوام وکړ او په پای کې یې پرېکړه لیک، د فضل خان ایډوکیټ لخوا ولوستل شو. په دې پرېکړه لیک کې له ریاست څخه بیا وغوښتل شول چې په پښتنو سیمو کې دې ځمکې له ماینونو څخه پاکې کړي، جنگ ځپلو کورنیو ته دې د هغوی د زیانونو تاوان ورکړل شي، هغه څوک چې په ترهگرۍ کې وژل شوي دي، کورنۍ ته دې پیسې ورکړل شي، او وران شوي کورونه دې ورته آباد کړای شي.

جلسې ته گڼ شمېر ښځې او جینکۍ هم راغلې وې
جلسې ته گڼ شمېر ښځې او جینکۍ هم راغلې وې

همدا راز مطالبه وشوه چې په ملي رسنیو کې دې د پښتنو بد تصویر نه وړاندې کیږي او پښتانه دې نه بدنامه کیږي. د بندي شویو پي ټي اېم ملاتړو او فعالانو راخوشې کېدل، له اې سي اېل یا د سفر د بندیز له لیست څخه د هغوی د نومونو لیرې کیدل، او عدالت ته د لادرکه شویو کسانو د کیسونو پیش کیدل هم د مطالباتو په لیست کې شاملې وې.

د پیښور په جلسې کې د پښتنو له مختلفو سیمو څخه کسان راغلي و چې په کې گڼ شمېر ښځې او ماشومان هم لیدل کیدل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG