لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د عدليي خلاف د نواز شریف تقریرونه مه نشر کوئ، د عدالت پاکستاني ټي وي چېنلو ته امر


د نوازشریف لور مریم نواز هم په سیاسي میدان کې فعاله ده

د پاکستان مطبوعات وايي د لاهور هايي کورټ ټېلې وژن چینلونو ته امر کړی دی چې د ١٥ ؤ ورځو پورې دې د عدليي خلاف د پخواني وزیراعظم نوازشریف، د هغه لور مریم نواز او د پاکستان مسلم لیگ د نورو مشرانو تقریرنه نه نشر کوي.

مطبوعات وايي عدالت د گل، دوشنبې، په ورځ دا فیصله په هغه خواستونو کړې ده چې د عدليي خلاف د نواز شریف د وینا گانو په سر قاضیانو ته وړاندې کړی شوي وو.

د لاهور هايي کورټ پېمرا ته امر کړی دی چې په ١٥ ورځو کې دې په دې لړ کې نور اقدامات وړي. پاکستان الیکټرانک ميډیا ریگولېټري اتارټي یا پېمرا په پاکستان کې د ټېلې وژن د انتظام حکومتي اداره ده.

د لاهور هايي کورټ د نواز شریف په اړه فیصله په داسې حال کې کړې ده چې د پخواني وزیراعظم او د عدليي تعلقات ترینگلي دي.

د پاکستان تر ټولو لوې عدالت سپریم کورټ نوازشریف د وزیراعظمۍ د څوکۍ او د واک مند پاکستان مسلم لیگ (ن) د مشرۍ دپاره نااهله ټاکلی دی. نوازشریف په عدلیه په سیاسي چارو کې د لاس وهنې تور لگوي او تنقيد پرې کوي. د سپریم کورټ مشر جج جسټس ثاقب نثار وايي حکومت په خپله دنده کې ناکمه شوی دی.

د لاهور هايي کورټ د امر نه وړاندې پېمرا تیره هفته ټي وي چېنلو ته خبرداری وکړو چې د پاکستان پوځ او د عدليي په ضد خبرونه او پروګرامونه دې نه چلوي. څېړونکی او خبریالان د حکومت دا گام پښتون ژغورنې غورځنگ او د رای د ازادۍ خلاف ورزي گڼي.

څیړونکې وايي د پېمرا د خبرداري اصل هدف پي ټي ایم او هغه سیاسي قوتونه دي چې د ملک سیاسي چارو کې د پوځ د لاس وهنې مخالفت کوي.

پي ټي اېم په قبایلي سیمو کې د پوځ د تگلارې مخالفت او غوښتنه کوي چې په قبایلي سیمو کې دې پوځ چېک پوسټونه ختم کړی شي او بې درکه کسانو په معلومولو کې دې مرسته وکړي.

څیړونکي وايي د پاکستان طاقتورې ادارې، چې اشاره یې په غیر مستقیم ډول پوځ ته ده، په هېواد کې د جمهوریت ترڅنگ مطبوعات هم د خپل اختیار دلاندې ساتل غواړي.

خبریال او څیړونکی امتیاز عالم په دې اړه وي او ای ډیوه ته وايي په مطبوعاتو او جمهوریت د اختیار کوښښه په اینده کې د خطرناکو حالاتو غمازي کوي. "داسې ښکاري چې مونږ د خوفناک امرانه نظام په لورې روان یوو."

ټي وي چېنلونو ته د پېمرا خبرداری په پي ټي ایم د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د تنقید ورسته جاري شوی و.

د پښتو ژبې ټي وي چېنل خېبر نیوز د روانو چارو او د خبرونو د څانگې مشر مبارک علي وايي چې ټیلې وژن چینلو ته په واضح ټکو کې څه احکامات نه دي ورکړی شوي چې د پي ټي اېم په اړه دې خبرونه او بیانونه نه نشر کوي خو په "بله ژبه" کې یا په غیر مستقیم ډول ورته ویل کیږي کې د تحریک خبرونو ته ځای مه ورکوئ.

وتلی قانون پوهه بېرسټر مسرور شاه وايي ټي وي چېنلو ته د پېمرا احکامات د ملکي قوانیونو خلاف ورزي ده.

څېړونکې وايي که چېر د پاکستان په سیاسي چارو کې د پوځ او د عدليي مداخله زیاتیږي نو بیا دې لکه د سیاسي مشرانو خپل ځان تنقید ته هم ازاد وساتي.

XS
SM
MD
LG