لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سپریم کورټ په مشروط ډول دجنرال باجوه دماموریت موده تر شپږو میاشتو وغځوله


دپاکستان سترې محکمې دپوځ دسرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه دملازمت موده کې دپراختیا د دوسیې لنډه پرېکړه اورولې اؤ دهغه دملازمت موده یې تر شپږو میاشتو غځولې ده.

دجنرال قمر باجوه دپوځ څخه د ریټائرډ کیدو موده نن د شپې دولس بجې پائ ته رسېدونکې وه خو دپاکستان حکومت داګست په میاشت کې دیوې اعلامیې دلارې دهغه دملازمت موده تر درېوؤ کالو غځولې وه چې وروسته دغه اعلامیه سترې محکمې ځنډولې وه.

سپریم کورټ د زیارت په ورځ‌ پخپله لنډه پرېکړه کې ویلي چې حکومت به تر شپږو میاشتو دپوځ دسرلښکر دګمارنې اؤ دمودې سیوا کولو په اړوند قانون جوړوي اؤ ددغه قانون تر جوړیدو به شپږ میاشتې جنرال قمر جاوید باجوه د پوځ سرلښکر وي.

پرېکړه کې واضحه کړی شوې ده چې دجنرال باجوه د ملازمت موده کې پراختیا به د ۲۸م نومبر څخه پیل کیږي.

پرېکړه کې ویل شوي چې دپوځ دسرلښکر سردوباره ګمارنه یا دماموریت موده کې پراختیا چیلنج کړل شوه، حکومت په دې اړوند خپل دریځونه بدلول رابدلول کله یې ویل دا سرووباره ګمارنه ده اؤ کله یې ویل دملازمت موده کې پراختیا ده.

پرېکړه وایي دهیواد صدر د وسله والو ځواکونو سرقوماندان یا سپریم کمانډر دی.

د پاکستان د سیاسي او قانون چارو څېړونکي بابر ستار وویل د سپریم کورټ ننۍ فیصلې دې تاثر ته وده وکړه چې د پوځ مشر خپل قانوني واک پراخول غواړي. ښاغلي ستار په ټوېټر وویل سپریم کورټ د پوځي مشر بیا گمارل کېدل غیرقانوني گرځولی شول خو پرځای د دې یې د قامي مفادو په خاطر یې "غیرقانوني" ماموریت جایز وبللو.

د سپریم کورټ د فیصلې په اړه مشر حکومتي وکیل یا اټرني جنرل منصور خان خبري کانفرنس ته وویل چې د جنرل باجوه د ماموریت غځولو په اړه د حکومت حکمنامه په هیڅ ډول د تېرو حکمنامو نه نه وه بدله او هیڅ نوي خبره پکې نه شامل کړی شوي. هغه وویل سپریم کورټ حکومت به اوس د په پارلېمنټ کې د قانون سازۍ دلارې د پوځي مشر د ماموریت مېعاد او د پوځي مشر د گمارلو د طریقه کار دپاره قانون جوړوي.

د زیارت په ورځ ترسره شوې اوریدنه کې محکمې سرکاري وکیل ته ویلي چې باید محکمې ته حلفیه بیان ورکړي چې په شپږو میاشتو کې به د پوځ دسرلښکر دمودې غځولو دپاره قانون جوړوي اؤ د ترمیم شوې اعلامیې څخه به داخبره وباسي چې دپوځ دمشر دملازمت موده د درېوؤ کالو دپاره غځول کیږي.

ددې ترڅنګ محکمې دا هم ویلي چې د پوځ دسرلښکر میاشتنی معاش اؤ مراعات هم باید په اعلامیه کې په ډاګه کړل شي.

د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د نوکرۍ د مودې غځولو په قضيه د سپريم کورټ د مشر قاضي چيف جسټس اصف سعيد کهوسه په مشرۍ اورېدنه کې عدالت اټارني جنرل ته ويلي عدالت ته دې باور ورکړی شي چې پوځي قانون (ارمي اېکټ) دې د کابینې په وړاندې کېښودی شي او اړین بدلونونه دې پکې وکړی شي.

اټارني جنرل عدالت ته د باور ورکولو وروسته چيف جسټس، اټارني جنرل ته ويلي چې د پوځ د مشرد ټاکلو او د هغه د نوکرۍ د مودې غځولو په اړوند دې پارليمان په شپږو مياشتو کې قانون سازي وکړي او پوښتنه یې ترې کړې چې که قانون جوړ نه کړی شو دا ټاکنه به غېر قانوني وګرځولی شي؟.

چيف جسټس ويلي د پوځ د مشر د ټاکنې حکمنامه ګډه وډه ده نوې سمري دې جوړه کړی شي او د درېو کالو د مودې غځولو توري دې ترې وويستل(حذف) شي.

چيف جسټس ويلي په سمرۍ کې د عدالتي اورېدنې يادګېرنه شوې حکومت دې خپل بوج په خپله پورته کړي په عدالت دې يې نه اچوي د عدالت يادګېرنه دې ترې لرې کړی شي.

په اورېدنه کې عدالت د پخوانيو پوځي مشرانو د ریټايرډ کېدو اسناد غوښتي او اټارني جنرل ويلي د ائين د ۲۴۷ مادې لاندې د پوځ مشر بيا ټاکل شوی دی او چيف جسټس بيا ویلي اوسنۍ ټاکنه د مخکنيو نه څنګه بدله ده؟.

عدالت ویلي پرون ورته ويل شوي وو چې جرنېل نه ريټايرډ کيږي نو که جرنېل نه ريټايرډ کيږي نو د هغه به بيا پنشن هم نه وي عدالت ته دې وويل شي چې د جنرل راحيل شريف اسناد دې عدالت ته ښکاره کړی شي چې هغه پنشن اخلي که نه اخلي.

د جرنل د ټاکنې په اړوند عدالت ويلي جنرل باجوه چې اوس د پوځ مشر دی او چې کله دا څوکۍ خالي شوې نه وي په دې بله ټاکنه څنګه کېدی شي.

چيف جسټس د اټارني جنرل نه غوښتي چې اقراري بيان (بيان حلفي) دې عدالت ته ورکړي چې په شپږو مياشتو کې به په قانون کې بدلون وکړي شي چې د پوځ د مشر د ټاکنې سره به پکې اړونده نورې خبرې شامل وي.

وروسته چې کله سرکاري وکیل دجنرال باجوه دملازمت موده کې دپراختیا نوې سمري محکمې ته وړاندې کړه نو محکمې په دې اړوند خپله خوندي کړل شوې پرېکړه واوروله اؤ دجنرال باجوه دملازمت موده یې تر شپږو میاشتو وغځوله

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG