لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"د انتها پسندۍ خلاف جنگ به څنگه وگټو؟"


په دې موضوع د امریکا مشهور تھنک ټینک (کونسل اېن فارن ریلیشن) د یوې غونډې تابیا کړې وه چې پکې د امریکا د بهرنو چارو ایکسپرټه او لیکواله او پخوانۍ دیپلوماته فرح پنډت هم شامله وه.

هغه د رسنیو تبصره کونکي او عامه ویناواله هم ده. د کونسل ان فارن ریلیشن د یوی غونډې How we win (مونږ به څنگه وگټو؟) په موضوع کتاب شایع کیدو نه پس، فرح پنډت د وائس آف امریکه ډېوه سره په یوې ځانګړې مرکې کی وویل چی د انتهاپسندۍ يا تندروۍ سوچ مقابله څنگه کیدای شي او د دې سوچ د ختمولو د پاره به معاشره څه هلې ځلې کوي.

دا وائی: "په دې کتاب کې د پاکستان، افغانستان او د نړۍ ډېرو ملکونو ته د تګ راتګ تجربې او په ھغو ملکونو کې د ځوانانو سوچ فکر او خیالاتو مشاهده شریکوم."

دا کتاب ښيي چې مونږ ته د کوم انتها پسند او نظریاتي سوچ نه خطره ده او څنګه انتهاپسند سوچ لرونکي دیرش کلن ځوانان د انتها پسندۍ سوچ اغيزمن کوي، که ھغه د نړی په هر ګوټ کې وي.

په دې کتاب کې د ھغو ځوانانو د شناخت خبره ھم ده. څنګه د ھغوی د پاره کار کیدای شي چې ھغوی ځان اوپیژني او د ھغه انتهاپسند سوچ لرونکو نه بچ پاتې شي.

مېرمن فرح وایي چې انتهاپسند وگړي، ځوانانو ته یو خاص سوچ او فکر ورکوي او بیا دوی ځان سره بھرتي کوي او د دغه قسم سوچ مخنیوې په کار دی. همدا راز د ھغه انتهاپسند او شر خوښو مخنیوی په کار دی کوم چې ھغه ځوانان د خپلو مقاصدو د پاره کاروي.

مېرمن فرح زیاتوي، په کار ده چی مونږ دغو ځوانانو ته یو ښه سوچ او فکر ورکړو، او ھغوی د اسلام له اصلي تعلیماتو نه خبر کړو، او په کار ده چې ھغوی یو خپل آزاد سوچ ولري او ځان له یو ځانګړی مقام ولري.

ھغه وایي دا کتاب ښیي چې ځوانان څنگه د انتهاپسندۍ سوچ نه بچ پاتی کیدای شي او ھغوی څنګه د دې انتهاپسندي مخنیوی کوي.

د فرح پنډت وینا ده چې دغو ځوانانو سره خبرې کول په کار دي، معاشره دې خپل کردار اولوبوي. دا صرف د حکومت ذمه داري نه بلکه پرائیویټ سیکټر، سیاست مداران، روښان فکره خلک، سوشل میډیا او ټولنه به په شریکه د انتهاپسندۍ د سوچ مخنیوی کولی شي.

کتاب کی دا هم ویل شوي چې د یوولسم ستمبر د پېښې نه پس، په میلیارډونو ډالرو مصرف کولو باوجود، په بعضې حوالو د ترهګرو ټولنو، اسلامي دولت، القاعده، او نورې ډلې اوس ھم خطر ګڼل کيږي.

له بده مرغه، اوسنۍ پالیسۍ تقریبا د انتهاپسندۍ او تاوتریخوالي کمولو لپاره نه بلکی د ترهګرو لپاره د دوی نفرت لرونکي نظریات خپروي. دوی غواړي چې نوي خلک ځان سره شریک کړي، او بریدونه ترسره کړي.

"دا جنګ به مونګه څنګه ګټو" یو نوې سوچ نوې تګ لاره او په ډیرې خاموشۍ سره ډیرښه وړاندیزونه کیدې شی. په دی کتاب کی پنډت انتها پسندۍ سره د مقابلې په اړه د يوې نوې تګلاری استدلال کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG