لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ:دټیک ټاک دپاره ویډیو جوړونکې یوه پېغله اؤ درې ځوانان وژل شوي


پاکستان کې دلنډو ویډیوګانو رسنۍ ټیک ټاک باندې دا مهال‌ په لګونو پیغلې اؤ ځلمي خپلې لنډې ویډیوګانې خپروي اؤ پېښور کې میشت خبریال ابراهیم خان وایي دې کې ځېنې داسې پېغلې هم دي چې هغوئ ته دکور له لوري د خپلو ویډیوګانو خورولو اجازه نه وي
پاکستان کې دلنډو ویډیوګانو رسنۍ ټیک ټاک باندې دا مهال‌ په لګونو پیغلې اؤ ځلمي خپلې لنډې ویډیوګانې خپروي اؤ پېښور کې میشت خبریال ابراهیم خان وایي دې کې ځېنې داسې پېغلې هم دي چې هغوئ ته دکور له لوري د خپلو ویډیوګانو خورولو اجازه نه وي

پولیس وایي ورته معلومه شوې ده چې دمیرمنې په شمول وژل شوؤ څلورو واړو کسانو به ټولنیزې رسنۍ ټیک ټاک ته ویډیوګانې جوړولې .

دکراچۍ ښار دپولیسو مشر یا ایس پی سرفراز خان رسنیو ته ویلي دا پېښه دنهې په سحر پاؤ کم پینځې بجې مخې ته راغلې ته هغه مهال مخې ته راغلې ده چې دمسکا شیخ په نوم د ټیک ټاک رسنۍ یوه فعاله دخپلو درېوؤ نورو ملګرو سره په موټر کې په سړک تیریدله.

هغه ویلي دکراچۍ دانکل سریا هسپتال مخې ته په یوه رکشه کې ناستو نامعلومو کسانو په موټر کې ناستو څلورو کسانو باندې ناتاره ډزې کړي اؤ هغوئ یې وژلي دي.

دپاکستاني رسنیو له مخې په دې ډزو کې مسکان شیخ اؤ دهغې نور درې ملګري صدام حسین،سید ریحان شاه اؤ عامر خان وړومبی زخمیان شول خو کله چې هغوئ روغتون ته ورسؤل شول نو د زخمونو تاوان یې را نه وړو اؤ څلور واړه مړه شول.

دپولیسو مشر وایي د ابتدایي پلټنو نه ورته معلومه شوې ده چې مسکان شیخ د عامر سره ملګرتیا درلوده اؤ نور دوه هلکان هم د عامر ملګري وؤ خو دوئ څلورو واړو به ټیک ټاک رسنۍ ته ویډیوګانې جوړولې.

هغه ویلي په سمدستي توګه د وژنو په علتونو څه نه شي ویلی خو داسې ښکاري چې دا په شخصي تاؤ تریخوالي کې وژل شوي .

تیره اوونۍ هم د کراچۍ په کلفټن بوټ بیسن سیمه کې د نامعلومو کسانو په ډزو یو هلک اؤ یوه جینۍ وژل شوي وؤ.

پاکستان کې دلنډو ویډیوګانو رسنۍ ټیک ټاک باندې دا مهال‌ په لګونو پیغلې اؤ ځلمي خپلې لنډې ویډیوګانې خپروي اؤ پېښور کې میشت خبریال ابراهیم خان وایي دې کې ځېنې داسې پېغلې هم دي چې هغوئ ته دکور له لوري د خپلو ویډیوګانو خورولو اجازه نه وي خو هغوئ دخپل شوق دخاطره بیا هم په دې رسنۍ ویډيو ګانې خوروي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي دټولنیزو رسنیو استعمال کومه بده خبره نه ده خو پکار ده چې په دې اړه وړومبی په خلکو کې شعور خور کړل شي ځکه چې ټولنه کې د کور دیوې عادي پیغلې په رسنیو د نورو زلمو سره راتګ ته ښه کتل کیږي.

هغه ویلي تر دې مهاله په غیر اعلانیه ډول ډیرې پیغلې د ټیک ټاک د ویډیوګانو دلاسه د کورنیو لانجو سره مخ شوي اؤ یو شمیر خو داسې هم دي چې رشتې یې ماتې شوي دي .

دخبریال ابراهیم په وینا د ځېنو کم عمره زلمو په ټیک ټاک خوریدونکو ویډیوګانو سره هم دهغوئ په کورنیو کې اندېښنې لیدل کیږي اؤ ددغو زلمو راتلونکی ورسره تباه کیدای شي نو ځکه په ټیک ټاک د ویډیوګانو خورولو دپاره یوه باضابطه تګلاره د پي‌ ټي ای لخوا ټاکل پکار ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG