لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پولیسو او تحریک لبیک احتجاج کوونکو ترمنځ تشدد کې د مرګ ژوبلې رپوټونه


د ټي اېل پي ډلې وګړو په لاهور کې لارې بندې کړي دي
د ټي اېل پي ډلې وګړو په لاهور کې لارې بندې کړي دي

داسې ویل کیږي چې په لاهور کې د یکشنبې/اتوار په ورځ د پولیسو او د ناچله ګرځول شوې تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان د وګړو ترمنځ نښتو کې لږ تر لږه دوه کسان مړه او یو شمېر نور زخمیان شوي دي.

تحریک لبیک پاکستان یا ټي اېل پي دا غوښتنه کوله چې د پیغمبر اسلام د خاکو په قضیه کې او بیا چې په دې اړه د فرانس صدر د دفاعیې کوم بیان ورکړی و، پاکستان دې د فرانس سفیر له ملکه وشړي.

د پنجاب پولیسو ویلي چې د ټي اېل پي کسانو د پولیسو په یوې تهاڼې حمله کړې او هلته یې پولیس افسران او رېنجرز ګېر اچولي، یو جګپوړی پولیس افسر یې اغوا کړی او بیا د تیلو یو ټېنکر یې چې پنځوس زره لېټره تیل په کې بار و، غلا کړي دي. د پولیسو وینا وه چې د دې پېښو نه پس يې د بلواګرو مقابله کړې ده.

د تحریک لبیک د وروستي احتجاج دا پېښې د پاکستان په لویو ټي وي چینلونو باندې نه ښودل کیږي، او یوازې په سوشل مېډیا باندې یې جزییات خوریږي.

د جیو نیوز خبریال حامد میر په ټوېټر لیکلي دي: «د پاکستان د الکټرانیکي میډیا د انتظام ادارې (پېمرا) د ټي اېل پي کورېج باندې قدغن لګولی دی.»

حامد میر زیاته کړې چې د حالاتو وروستي جزییات ټول په سوشل میډیا مخې ته راځي، نو د پېمرا لخوا لګول شوی قدغن صرف د میډیا اعتبار ته زیان رسولی شي.

په ټويټر باندې د ټي اېل پي د پلویانو لخوا ټویټونه په څو ګېنټو کې ټاپ ټرېنډ جوړ شول چې په هغو کې داسې ویډیوګانې چې پولیس د ډزو په حال کې ښیي، د زخمیانو عکسونه، او د ټي اېل پي د مشرانو پیغامونه شامل و.

په یو ویډیویي پیغام کې چې په وټس اپ خور شوی دی، د ټي اېل پي ویاند شفیق امیني وایي تر هغو چې حکومت د فرانس سفیر د ملک پرېښودو ته نه وي مجبوره کړی، تحریک لبیک به خپل مړي دفن نکړي.

د امنیتي چارو یو څېړونکی، مبشر بخاري وايي چې که ټي اېل پي په دې دړکې باندې ټینګار وکړي، نو دا به حالات لا خراب کړي.

مبشر بخاري، وي او اې ته وویل: «زه دا ډله خطرناکه بولم، ځکه هغه نظریه چې دوی ورپسې روان دي، د اسلام ټول مذاهب یې ملاتړ کوي. نو ډېرې ډلې به د دوی ملاتړ وکړي، او تاسو شاید د پارلېمان نه هم د دوی په ملاتړ غږونه واورئ.»

حکومت تيره هفته د تحریک لبیک مشر سعد رضوي ګرفتاره کړ. د هغه له ګرفتارۍ نه پس، سخت دریځو په ټول ملک کې څو ورځې لویې لارې او سړکونه بند کړل چې له امله یې په سترو ښارونو کې د خلکو د ژوند چارې له ستونزو سره مخ شوې.

د پولیسو د دې کوششونو نتیجه چې احتجاج کوونکي خواره واره کړي، دا وه چې تشدد رامنځ ته شي او له امله یې دوه افسران او درې مظاهره کوونکي ووژل شول او سلګونه نور زخمیان شول. قهرجنو مظاهره کوونکو سرکاري او شخصي جایدادونو ته هم نقصان ورساوه. حکومت تېره هفته ټي اېل پي ناقانونه ډله اعلانه کړه او ورباندې یې پابندي ولګوله.

د جمعې په ورځ انتظامیې د څلورو ګېنټو دپاره سوشل میډیا سایټونه – لکه ټویټر، فیسبوک، یوټیوب، وټس اپ، ټیک ټاک، او ټېلګرام – د داخله وزارت په امر بند کړل چې په هغه موده کې پولیسو لاهور کې د ټي اېل پي په یوې راټولې شوې ډلې حمله وکړله.

د لاهور اوسېدونکي وایي چې د هغه ښار په ځینو برخو کې د څو ورځو راهیسي موبایل فونونه هېڅ کار نکوي او یا ډېر سوکه کار کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG