لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي: په تېرو کلونو کې پاکستان د امریکې سره تعلق کم او چین سره زیات شوی 


شاه محمود قرېشي دا خبره منلې چې د امریکې سره اړیکو کې د سړیدو وروسته چین د پاکستان په هره څانګه کې زیاته مرسه کوي
شاه محمود قرېشي دا خبره منلې چې د امریکې سره اړیکو کې د سړیدو وروسته چین د پاکستان په هره څانګه کې زیاته مرسه کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشې په یوه ورستۍ مرکه کې که څه د تېرو څو کلونو راهسې د امریکې او پاکستان کم شوي وو خو افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو ورسته هم پاکستان د امریکې سره په بیلا بیلو څانګو کې د کار کولو هیله مند دی.

شاه محمود قرېشي دا خبره منلې چې د امریکې سره اړیکو کې د سړیدو وروسته چین د پاکستان په هره څانګه کې زیاته مرسه کوي.

شاه محمودقرېشي وویل پاکستان د افغانستان د سولې د پاره د خپل وس کوښښونه کوي امریکا باید پاکستان ته یوازې د افغانستان په رڼا کې و نه ګوري بلکې دوه اړخیزه اړیکې به هم په نظر کې ساتل وي-

شاه محمود قرېشي زیاته کړه چې د پاکستان د پوځې مرستې اوتربیه پروګرامونه او اتلافې فنډونه تړلې شوې خو د اقتصادې شراکت، سوداګرۍ او د سرمایه کارۍ په شان برخۍ شته چې پاکستان او امریکا پکې همکاري کولی شي.

شاه محمود قرېشي وویل چین په پاکستان کې سرمایه کاري کوي او په هره کچه د پاکستان مرسته کوي خو چین سره د ښو اړیکو سربیره به پاکستان د یوه خاص هیواد په کیمپ کې نه لویږې-

په ورستیو میاشتو کې د پاکستان حکومتي او پوځي مشران د پاکستان جیو اقتصاد ته د ودې ورکولو خبره کوي او سیمه ایز تجارت او رابطو په زیاتولو ټینګار کوي-

د څیړونکو هم وینا ده چې پاکستان غواړي د افغانستان د سولې وروسته هم د امریکا سره ښه اړیکې وساتي.

د دفاعي چارو څېړونکي ریټایرډ لیفټیننټ جنرل طلعت مسعود د وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل په تېرو کلونو کې د امریکې او پاکستان تر منځ څه بې باورې وه خو اوس هڅې کیږې چې باور بحاله کړي شي، د دواړو هیوادونو تر منځ مرستې ښې شي او دواړه کوښښونه کوي چې د افغانستان حالات مستحکم وي-

د طلعت مسعود په وېنا امریکا هم غواړي چې د پاکستان سره اړیکې ښه کړې چې پاکستان د چین اړخ ته په مکمله توګه لاړ نه شي-

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څخه د مرکې په مهال د چین بحرې ځواکونو ته ګوادر کې اډې جوړولو اجازه ورکولو په اړه هم پوښتنې شوې چې په ځواب کې هغه وویل دا به په سیمه کې د څلور اړخیزه استراتیژیکې ګروپ کواډ د هلو ځلو سره تړلې وې- "څه رنګه چې مونږ د کواډ د مستقبل څخه نه یو خبر، دغه شان د چین اودګوادر د سباون څخه هم څوک نه دې خبر-"

د کواډ ګروپ په سیمه کې د څلورو غړوهیوادونو هند، جاپان، اسټریلیا او امریکا غیر رسمې استراتیژیکې ګروپ دی چې مشترکه اهداف یې د قواعدو پر اساس نړیوال نظام ، آزاد تجارتي سیسټم او د نیویګیشن ازادي خوندي کول دي. او د راپورټونو تر مخه غواړې چې د راپورته کیدونکی چین د سوداګرۍ او اقتصادي تګ لارو پر وړاندې کار وکړي.

د کواډ د ګروپ د پاره نظر د جاپان پخواني وزیراعظم شینزو ایبي کال ۲۰۰۷ کې وړاندې کړې وو-

پاکستان ایا د دغه استراتیژیکې ګروپ ګواډ به ځواب کې چین ته ګوادر د پوځې اډې په توګه کارولو اجازه ورکولی شي؟ په دې اړه د نړیوالو چارو پوه ډاکټر اعجاز خټک ډیوه ته واي: پکار دې چې د ګوادر پوځې استعمال بلکل نه وې- پاکستان که چېرې چین ته د امریکا په ضد ګوادر د کارولو اجازه ورکړې نو بیا په اړیکو کې توازن نه شې ساتلې- چین به غواړې چې د ګوادر څخه پوځې ګټې تر لاسه کړې که چرې د کوادر دغه استعمال چین ته نه وې نو بیا چین پکې څه ګټه وکړه-

اعجاز خټک زیاتوي چې چین سره د ښې اړیکو سربیره به پاکستان نه غواړې چې د امریکا او نورو یورپایې هیوادو سره اړیکې خرابې کړی شي-پاکستان به غواړې چې خپل اقتصادې اهداف تر لاسه کولود پاره د امریکا سره سره یورپې هیوادونو ته لارې ولټول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG