لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ په اړه د امریکې د خارجه دفتر په رپورټ پاکستان مایوسي څرګنده کړې


د سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې خارجه وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کال ۲۰۱۹ په اړه په خپل کلني رپورټ کې وویل پاکستان د افغان طالبانو او دې سره اړوند حقاني ډلې او د هند پرضد عمليات کوونکو ډلو لشکر طيبه او جېش محمد دپاره پناه ځای و
د سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې خارجه وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کال ۲۰۱۹ په اړه په خپل کلني رپورټ کې وویل پاکستان د افغان طالبانو او دې سره اړوند حقاني ډلې او د هند پرضد عمليات کوونکو ډلو لشکر طيبه او جېش محمد دپاره پناه ځای و

پاکستان د امریکې خارجه وزارت په دې رپورټ مایوسي څرګنده کړې چې وايي په پاکستان کې اوس هم د ترهګرو ډلو پناه ځایونه موجود دي او د هغو ډلو خلاف یې کوټلې ګامونه نه دي اخیستي چې د افغانستان او هندوستان خلاف به یې حملې کولي.

د سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې خارجه وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کال ۲۰۱۹ په اړه په خپل کلني رپورټ کې وویل که څه هم پاکستان قامي تګلاره جوړه کړې چې يوې وسله والې ډلې ته به اجازه نه ورکوي بيا هم پاکستان د افغان طالبانو او دې سره اړوند حقاني ډلې او د هند پرضد عمليات کوونکو ډلو لشکر طيبه او جېش محمد دپاره پناه ځای و.

"مونږ مایوسه شوو،" د پاکستان خارجه وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د امریکايي رپورټ په ځواب کې په خپل بیان کې وویل. د پاکستان خارجه دفتر وویل د ترهګرۍ د مخنیوي او ترهګرو د مالي وسایلو مخه نیولو په لړ کې امریکايي رپورټ کې تضادات موجود دي او د خپلې خوښې خبرې پکې شوي دي.

د پاکستان خارجه وزارت وویل د امریکې خارجه وزارت دا مني چې په سیمه کې القاعدې ته نقصان رسول شوی دی خو په دې لړ کې د پاکستان د کردار ‌‌ذکر نه کوي.

د پاکستان خارجه وزارت په خپل بیان کې دا ګیله هم وکړه چې په افغانستان کې د امن په لړ کې د هېواد ملاتړ نه دی منل شوی. بیان وویل د افغان امن بهیر په نتیجه کې په سیمه کې د امن تاریخي موقع پېدا شوي ده او پاکستان د امریکې او د طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې "مثبته ونډه" لرله او په دې لړ کې یې اسانتیا برابر کړې وه. بیان وویل امریکې او امریکايي مشرانو په دې لړ کې د پاکستان د کوښښونونه ستاینه کړې ده. د امریکې او د طالبانو په سوله کې د سټېټ ډپارټمنټ رپورټ د پاکستان د کردار ذکر کړی دی.

د سټېټ ډپارټمنټ د رپوټ ترمخه د پاکستان حکومت او پوځ په ملک کې د ترهګرو دپاره په خوندي ځايونو په تضاد کې پاتې شوي او په ملک کې د ترهګرو ډلو او ترهګرو پرضد کوم پرېکنده عملیات نه دي شوي.

د دې ترڅنګ سټېټ ډپارټمنټ دا هم وويل چې تېر کال د فرورۍ په میاشت کې چې په هندي کشمير کې په هندي ځواکونو بريد شوی له هغې وروسته پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو او ترهګرۍ د پېښو د ودرولو دپاره ځينې ګامونه هم پورته کړي دي. خو وروسره دا هم ويل شوي چې په کال 2015م کې د ترهګرۍ ضد کومه قامي تګلاره جوړه کړی شوې د هغې ترمخه په ملک کې د ټولو ترهګرو ډلو پرضد بې توپيره عمليات نه دي شوي.

د پاکستان خارجه وزارت وویل د سټېټ ډپارټمنټ په رپورټ کې دا ذکر شوی چې په پاکستان کې د ترهګرۍ په حملو کې په چټکتیا کمی شوی دی خو دا وضاحت نه دی شوی چې دا ولې؟ وزارت وویل ترهګري د پاکستان د عملیاتو په نتیجه کې کمه شوي چې د هر ډولې خلاف یې بغیر د څه تفریق اقدامات کړي دي.

سټېټ ډپارټمنټ وویل پاکستان د ممبۍ بریدونو مشري کوونکي جېش محمد ډلې مشر مسعود اظهر او ساجدمير پرضد کوم عدالتي اقدام نه دی کړی.

د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانونه پېسو د لېږلو رالېږلو په اړه د نړيوالې ادارې (اېف ای ټي اېف) په اړه د سټېټ ډپارټمنټ په رپورټ کې ويل شوي چې د کال 2019م د اکتوبر په مياشت کې يې د پاکستان لخوا په پورته کړو ګامونو اندېښنه څرګنده کړې خو په رپوټ کې ويل شوي پاکستان په دغه لړ کې بيا هم يو څه ګامونه پورته کړي دي. د دې ترڅنګ په رپوت کې دا هم ویل شوي چې پاکستان د تندروۍ څخه د خلکو لرې ساتلو هڅې کوي خو بيا هم ځينې مدرسې د تندرۍ درس ورکوي.

د پاکستان خارجه وزارت بیان وویل د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا ۱۲۶۷ قرارداد دلاندې به خپلې ژمنې پوره کوي او د هغو کسانو اساسې او مالي وسایل یې منجمد کړي چې ترهګر بلل شوي او په ورستیو میاشتو کې یې د یو شمېر ډلو مشرانو خلاف قانوني اقدامات کړي او امریکې دغه خبره منلې خو د ترهګرۍ په اړه رپورټ کې یې ‌ذکر نشته.

د پاکستان خارجه وزارت وویل ملک د ترهګرو د مالي سرچینو خلاف کارکوونکي ادارې فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس یا اېف ای ټي اېف د تګلارې د عملي کوولو په لړ کې په پراخه کچه او به اداري بنیاد یو شمېر اصلاحات شروع کړي دي.
د پاکستان خارجه وزارت په خپل بیان کې وویل چې پاکستان ته تحریک طالبان، داعش خراسان او د نورو ډلو د خطر سره مخامخ دې چې د ملک نه بهر مېشته دي او خارجي ملکونه یې مرسته کوي. امریکايي رپورټ، د پاکستان خارجه وزارت وویل، یا خو په دې اړه خاموشه دی او یا د دغو ترهګرو ډلو په موقیعت او ځایونو غیرواضحه دی.

د پاکستان خارجه وزارت وویل امید کوي چې په اینده کې به امریکايي رپورټونه د ترهګرۍ خلاف د پاکستان د کوښښونو په مکمله توګه جاج اخلي او د دې خطر په اړه د پاکستان د هلو ځلو منصفانه تناظر به پېش کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG